د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د پاسپورتونو د وېشلو بهیر به ژر پیل شي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د پاسپورت عمومي ریاست وايي چې د خپلو کارونو د بېرته پیلېدو لپاره یې ټول چمتووالي نیول شوی او ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې مراجعینو ته د پاسپورتونو وېشلو بهیر پيل شي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د تیرې زمري میاشتې له ۲۴ مې نېټې د افغانستان د پاسپورت ریاست د مراجعینو په مخ تړل شوی دی.

طالبان وايي په دې وروستیو کې یو شمېر هغه کسان هم نیولي چې د کابل ځینو سیمو کې خلکو ته «جعلي پاسپورټونه جوړول» او په خبره یې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي "د تېرې یوې میاشتې په موده کې چې په رسمي ډول د پاسپورت عمومي ریاست ټول فعالیتونه بند دي، داسې اوازې خپرې شوې چې کمیشن‌کاران د زیاتو پیسو په بدل کې خلکو ته پاسپورتونه جوړوي. د پاسپورت ریاست مسوولین په دې تړاو له راپورونو وروسته د هغوی د نیولو په لټه کې وو چې بالاخره له جدي هڅو وروسته ونیول شول."

دغه ریاست له خلکو غوښتي چې په دې برخه کې د جعل او کمېشن کارانو چل ونه خوري :"ډېر ژر به یو ځل بیا د دې ریاست فعالیتونه پیل او کولای شي چې له قانوني پړاونو وروسته خپل پاسپورتونه ترلاسه کړي."

په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو ورکولو بهیر بندېدو هغه خلک له ستونزو سره مخ کړي چې غواړي له هیواد څخه بهیر ووځي.

دوی له طالبانو غواړي چې باید ژر تر ژره یاد ریاست د مراجعینو پر مخ خلاص کړي.

طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې تر دې وروسته یوازې هغو کسانو ته له هیواد څخه د وتلو اجازه ورکوي چې پاسپورټ او وېزه ولري.

XS
SM
MD
LG