د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د هلکانو ښوونځي بیرته پرانیزي خو د نجونو د ښوونځیو په هکله یې څه ندي ویلي


د طالبانو په پخواني حکومت کې نجونې تعلیم کولو ته نه پریښودل کیدې.
د طالبانو په پخواني حکومت کې نجونې تعلیم کولو ته نه پریښودل کیدې.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي چې د هلکانو ښوونځي د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۸ (وږي۲۷) بیرته پرانیستل کیږي خو په اعلامیې کې دا ندي ویلي چې آیا د نجونو ښوونځي به هم بیرته پرانیستل شي که نه.

د څه باندې یوې میاشتې راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، په ډیری سیمو کوې د زده کړو مرکزونه تړل شویدي.

په یو شمیر خصوصي ښوونځیو کې چې د فعالیت کولو توان یې درلود، نجوني تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته تللې او په ځینو پوهنتونو کې هم محصلانې زده کړو ته تللي دي خو د نجونو لیسې بیا تړلې پاتې.

طالب چارواکو ویلي چې د خپل مخکني حکومت پالیسۍ نه تکراروي. د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کاله پورې چې په افغانستان کې ددې ډلې واکمني وه، نجونو او میرمنو د زده کړو او کار کولو اجازه نه درلوده. خو اوس دې ډلې ژمنه کړې چې نجونې زده کړې کولی شي خو پدې شرط چې د هلکانو سره یې ټولګي بیل وي.

مولوي عبدالباقي حقاني هم د تیرې یکشنبې په ورځ سپټبمر ۱۲ (وږي۲۱) ویلي و چې د نجونو او هلکانو لپاره د بیلو بیلو ټولګیو تر برابریدو وروسته به دولتي پوهنتونونه په یوې اوونۍ کې خپل فعالیت پیل کاندي.

په افغانستان کې یو شمیر خصوصي ښوونځیو تیره اوونۍ درسونه پداسې حال کې پیل کړل چې د نجونو او هلکانو تر منځ یې په ټولګي کې پردې وهلې وې.

XS
SM
MD
LG