د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: سږکال د ۶۰۰ بهرنیانو په ګډون زرګونو افغانانو ته د کار جوازونه صادر شوی


نړیوال بانک د یو راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې افغانستان کې تقاضا ته د اړتیا کمیدلو له امله دغه هیواد کې اکثره تشبثونه د پانګې د کمبود سره مخ شوي او د بې کارۍ کچه دوه ځلې لوړه شوې ده.
نړیوال بانک د یو راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې افغانستان کې تقاضا ته د اړتیا کمیدلو له امله دغه هیواد کې اکثره تشبثونه د پانګې د کمبود سره مخ شوي او د بې کارۍ کچه دوه ځلې لوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۶۰۰ بهرنیو وکړو په ګډون نږدې ۲۲ زره او ۵۰۰ کسانو ته په دولتي ادارو، خصوصي سکټور او موسسو کې د کار د جوازونه یې صادر کړي دي.

ددغه وزارت ویاند سیع الله ابراهیمي د یکشنبې په ورځ جولاۍ ۱۴(چنګاښ ۲۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې د کار دا شمیر جوازونه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې ویشل شوي دي.

سیع الله ابراهیمي د معلوماتو له مخې ۲۱ زره او ۸۰۰ افغانان په دولتي ادارو، خصوصي سکټور او موسسو کې په رسمي ډول په کار ګمارل شوي دي.

هغه ویلي: "له ۶۰۰ څخه زیاتو بهرنیو وګړو البته په هغو برخو کې چې د هغوی کار ته اړتیا لیدل کیدله د افغانستان د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اصولو پر اساس ورته د کار جواز ورکړل شوی دی".

ددغه وزارت معلوماتو پر اساس هغوی چې د کار جوازونه یې اخیستي ۱۲۲۱ ښځې هم په کې شاملې دي. دغه وزارت ویلي چې د ښځو په ګډون ۶۰۰۰ نور کسان د خصوصي سکټور له خوا په کار ګمارل شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تیر ۱۴۰۲ لمریز کال د دلو په میاشت کې ویلي وو، چې ددغه کال په یوولس میاشتو کې یې له ۱۱۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته په دولتي ادارو او خصوصي سکټور کې د کاز زمینه برابره کړې ده.

دغه وزارت زرګونو کسانو ته د کار د زمینې د برابرولو په دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې له دې وړاندې نړیوال بانک ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې په افغانستان کې تقاضا ته د اړتیا کمیدلو له امله په دغه هیواد کې اکثره تشبثونه د پانګې د کمبود سره مخ شوي او د خپلو کارکوونکو د شمیر کمیدو ته اړ شوي دي او په دغه موده کې د بې کارۍ کچه دوه ځلې لوړه شوې ده.

ددې سره سره د طالبانو حکومت ادعا کوي چې ددغه حکومت تر حاکمیت لاندې د کانونو د استخراج، کرهنيزې ځان بسیاینې، اوبو مهارولو او د اقتصادي پروګرامونود پیلولو له لارې هڅه کوي خلکو ته د کار او کسب زمینه برابره کړي او هیواد د اقتصادي هوساینې په لور یوسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG