د لاس رسي وړ اتصالات

د مظاهرو لپاره د طالبانو شرطونه؛ د میرمنو او خبریالانو په حقونو اندېښنې


طالبانو پدې تیرو څو ورځو کې د مظاهره کوونکو سره د تشدد نه ډک چلند کړی او د مظاهره چیانو او هغو خبریالانو د وهلو ډبلو تر څنګ چې د مظاهرو په هکله د خبر ورکولو لپاره هلته موجود وو، مظاهره چیان یې "آشوبګر"او مظاهرې یې "آشوب"وبللې.

د مطبوعاتو د راپورونو پر اساس طالبانو پدې تیرو څو ورځو کې د کابل، بدخشان او هرات په ولایتونو کې سوله ایزې مظاهرې ګډوډې کړي او په ځینو پیښو کې اعتراض کوونکې میرمنې او یو شمیر خبریالان په دُرو وهلي او ربړوي یې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ سپټمبر ۸(وږي۱۷) په یوې اعلامې کې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې په هیڅ داسې یوې مظاهرې کې ګډون ونکړي قانوني اجازه یې نه وي تر لاسه کړې.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې تیرو څو ورځو کې په کابل او څو نورو ولایتونو کې یو شمیر خلک د مظاهرو په پلمې لارو کوڅو ته راوتلي، د امنیتي چارو د ګډوډۍ، د خلکو د ځورونې سبب شوي او دخلکو ورځنۍ ژوند یې ګډوډ کړی.

په اعلامیې کې ویل شوي، "ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې په اوس وخت کې د هر نوم او عنوان لاندې د مظاهرو کولو لپاره هڅې ونه کاندي. "

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم مظاهري "آشوب" او مظاهره چیان یې "آشوبګران" بللي دي. ښاغلي مجاهد د سه شنبې په ورځ (وږي۱۶) په یو خبري کنفرانس کې وویل، "مظاهرې تر اوسه قانوني بڼه نلري. هر څوک چې مظاهرې کوي، د آشوب معنی لري. "

خو ها خوا بیا طالبانو د هغې مظاهرې په هکله څه ندي ویلي چې د کندهار په ولایت کې د دې ډلې په پلوۍ شوې وه.

د خبریالانو وهل ډبول

په مطبوعاتو او ټولنیزو شبکو کې په کابل او ولایتونو کې د مظاهره چیانو د وهلو ډبولو او همدارنګه د مظاهرو په هکله د راپور ورکولو د مخنیوې خبرونه خپاره شویدي.

د رویټرز خبري اژانس د "اطلاعات روز" په حوالې لیکلي چې طالبانو د دې ادارې دوه خبریالان چې په کال کې یې د میرمنو د مظاهرو په هکله راپورونه جوړول، نیولي او ډبولي دي.

د اطلاعات روز د ورځپاڼې بنسټ ایښودونکي او مدیر ذکي دریابي په ټولنیزو شبکو کې د خپلو هغو دوه خبریالانو عکسونه خپاره کړي چې ویل کیږي طالبانو وهلي دي.

طالبانو د دې پیښې په هکله ویلي چې په خبریالانو د هر ډول برید په هکله به څیړنې کیږي.

ښاغلي دریابي د پیښې نه یوه ورځ وروسته نن پنجشبنه سپټمبر ۹ (وږي۱۸) د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو دا ډول چلند مطبوعاتو ته د وحشت نه ډک پیغام ورکوي.

هغه د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، " طالبانو زمونږ ۵ همکاران تر څلورو ساعتونو بندیان کړي و. هغوي زمونږ دوه خبریالان په بې رحمانه توګه وهلي او ربړولي دي. "

د اطلاعات روز مسؤل مدیر همدارنګه ویلي چې ټپي شوي خبریالان روغتون ته وړل شوي او ډاکټرانو د درمنلي وروسته ورته د دوو اونیو لپاره د آرام سپارښتنه کړې.

بل پلو د طلوع نیوز د خبري شبکې رئیس لطف الله نجفي زاده په ټویټر کې لیکلي، "د مطبوعاتو کمرې ضبط شوي، د خبریالانو نه غوښتل شوي چې فلمبرداري ونکړي، او د ځینو نورو مخه نیول شوې. مظاهره چیان په کابل کې د وسلو په وړاندې مظاهرې کوي."

په مطبوعاتو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبانو یو شمیر مظاهره کوونکې میرمنې د کابل په ښار کې د یو بانک په تهکاوي کې د لنډې مودې لپاره بندې کړې وې.

هندي خبریال ادتیا راج کال چې د څو نړیوالو مطبوعاتو سره یې کار کړی، په ټویټر کې د هغو افغان میرمنو ویډیو خپره کړې چې د موټر په پارکنګ کې ثبت شوې.

هغې لیکلي، "طالبانو افغان میرمنې بندي کړي چې نن یې د پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په کابل کې مظاهرې کولې. "

غبرګونونه

ملګرو ملتونو د میرمنو د حقونو په برخې کې د طالبانو په ناغېړۍ اندیښنه ښودلې او د افغانستان د میرمنو د حقونو او لاسته راوړنو په خوندیتوب یې ټینګار کړی.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د میرمنو ادارې مرستیالې الیسن ډیوډین ویلي "سره لدې چې طالبانو ویلي د شرعیت له مخې د میرمنو حقونو ته درناوی لري خو هره ورځ د میرمنو د حقونو د محدود کیدو خبرونه تر لاسه کوو. "

د ملګرو ملتونو دې چارواکې په کابل او څو ولایتونو کې د میرمنو مظاهرو ته په اشارې ویلي چې د دې نه څرګندیږي چې میرمنې د خپلو حقونو څخه نه تیریږي او په ټولنې کې د خپل فعال شتون د لیرې کیدو مخنیوی به کوي.

همداشان د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي چې د سوله ایزو مظاهره چیانو او خبریالانو په خلاف د طالبانو چلند چې هوایي ډزې او په کیبلونو او دُرو وهل ډبول هم پکې شامل دي، د طالبانو د ژمنو سره په ټکر کې دي.

دې ادارې ویلي هغه ویډیو یې په خپلواکه توګه تائید کړې چې طالبان د مظاهره چیانو د تیت او پرک کولو لپاره هوایي ډزې کوي. د بشري حقونو دې مدافع سازمان همدرانګه ویلي چې طالبانو د طلوع، آریانا او اطلاعات روز خبریالان وهلي ډبولي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د طالبانو غوښتي چې خلکو ته اجازه ورکاندي چې په په سوله ایزه توګه راټولیدنه او مظاهرې وکړی شي. دې ادارې همدرانګه ویلي چې خبریالانو ته باید اجازه ورکړل شي چې د ویرې او تاوتریخوالي پرته د مظاهرو په هکله راپور ورکړي.

XS
SM
MD
LG