د رسنیو د ملاتړ ټولنې او خبریالان وايي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو سره پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه مخ په زیاتیدو دي.
په افغانستان کې په تیرو شلو کلونو کې د بیان او رسنیو آزادي ددغه هېواد د یوې سترې لاسته راوړنې په توګه ګڼل کیده خو دغه ازادي وروسته له هغه له ګڼو مشکلاتو او محدودیتونو سره مخ شوه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا پر افغانستان واکمن شول.
د رسنیو ملاتړي وايي، طالبانو له هماغه پیله د رسنیو پر آزادي جدي محدودیتونه وضع کړل، خبریالان یې ونیول او وټکول او د رسنیو او خبریالانو کار او هوساینه یې له خطر سره مخ کړه.
د کابل پریس کلب بنسټګر، عزیز احمد تسل وویل: "له هغې ورځې څخه چې حکومت د ملایانو لاس ته ولوېد، په افغانستان کې د رسنیو تورې شپې پیل شوې. په کمي او کیفي لحاظ ډیر ستر بدلون راغی. خبریالان له ملکه ووتل، خبریالان زنداني شول، وځورول شول، تر روحي شکنجو لاندې ونیول شول، خبرونه یې سانسور شول، د نیوز رومونو واګې طالبانو په لاس کې واخیستې، حتي وسله وال کسان سټدیوګانو ته دننه شول."
د بې پولو خبریالانو سازمان د وروستي راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په افغانستان کې څه باندې ۲۳۱ چاپي، غږیزې او تصویري رسنۍ تړل شوي دي.
ددغه سازمان په وینا، د طالبانو له واکمنۍ مخکې په افغانستان کې ۵۴۷ رسنیو فعالیت کاوه خو اوس مهال یوازې ۳۲۸ رسنۍ پاتې دي. دغه سازمان همدارنګه زیاتوي چې په دې موده کې څه باندې ۶۴۰۰ افغان خبریالان له هیواد څخه وتلو ته اړ شوي دي.
خو په دې موده کې تر ټولو ډیر فشارونه پر افغان ښځینه خبریالانو راغلی دی. یو شمیر خبریالانې وایي هغوی کارونه له لاسه ورکړي او ګڼې اقتصادي ستونزي لري.
افغانې خبریالې، مریم هوتک، وویل: "په افغانستان کې ښځینه خبریالانې اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د کار په برخه کې بې شمیره محدودیتونه پرې وضع شوي دي. دا محدودیتونه ددې لامل شوي چې د رسنیو اکثره مسولین دې ته اړ کړای شي چې خپلې ښځینه کارمندانې له دفترونو څخه وباسي."
طالبانو پر کورنیو رسنیو سربېره، پر نړیوالو رسنیو هم قیودات وضع کړي دي. د امریکا غږ، ازادۍ او بي بي سي په شان د لویو رسنیو ټلویزیوني او راډیویي نشرات یې په افغانستان کې بند کړي او د هغوی پر ویب پاڼو هم محدودیتونه لګېدلي دي.
طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا غږ پښتو او درې ویبپانې بندې کړې.
د امریکا غږ د افغانستان څانګې مشر، حسیب الکوزي پدې اړه ویلي چې "زموږ پښتو او دري ویبسایټونه په ځینو سیمو کې فلټر شوي او بند شوي دي. خو موږ ددې لپاره مخکې له مخکې پيشبینه وو، هم مو د تلویزیون لپاره آمادګي درلوده، سټلایټ مو پرانیست، د راډیو لپاره مو چموالي درلود، همدارنګه د مرکزي آسیا څخه مو د منځنۍ څپې نوي امواج فعال کړل او د اروپا څخه مو د لنډو څپو موجونه فعال کړل."
په سلګونه افغان خبریالان چې د طالبانو د غچ اخیستونکو اقدماتو له ویرې نورو هیوادونو کې مهاجر شوي، وايي، سخت ژوند لري.
پاکستان ته مهاجر شوي یوه افغان خبریال وویل: "خبریالان اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د پولیسو مشکلات دي، د هغوی د امنیت مشکلات دي. ټول دغه مشکلات د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریږي."
د افغانستان په سهیل کې یو شمیر خبریالان وایي چې د طالبانو په بیا واکمنیدو سره د ټولو رسنیو په خاص ډول د خصوصي رسنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.
د افغانستان په سهیل کې آزاد خبریال، محمد لعل امیري، وویل: " د نوي دولت په رامنځ ته کیدو سره په افغانستان کې د رسنیو وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د ټکني کیدو په حال کې دی. متاسفانه خصوصي رسنۍ له ډیرو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي او د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي."
د طالبانو چارواکو په وار وار ویلي چې د افغانستان د قوانینو او شریعت په رڼا کې د رسنیو فعالیت ته اجازه ورکوي. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي، عبدالحق حماد، څه وخت مخکې ادعا وکړه چې یو شمیر رسنۍ د هغوی د نظام په ضد تبلیغ کوي.