د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کابل او څو نورو ولایتونو کې تصفیوي عملیات پیل کړي


طالبانو د حکومت ځواکونو د جمعې په ورځ د کابل په ځینو برخو کې د کورونو تلاشي پیل کړې چې د طالبانو د چارواکو د وینا له مخې هدف یې د غلو، اختطافګرو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل دی.

د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۵ ( کب شپږم) د کابل ښار په ۱۱، ۱۵ او ۱۷ حوزو کې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ ته وویل، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو له خوا د ۳۱۵ لوا او پروژه جدید سیمې د سهار له خوا تړل شوي وې او امنیتي ځواکونو په دغه سیمو کې ډیر کورونه تلاشي کړي دي.

همداشان د خیرخانې مینې د کوتل هغه خوا د مزارشریف د بسونو تر اډې پورې سیمه کې هم د طالبانو ځواکونه د تلاشۍ او ګزمې په حال کې لیدل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د کابل او د دغه ولایت په شاوخوا پرتو ولایتونو په ځینو سیمو کې د دفاع وزارت د مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم په مشرۍ ګډ تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي " هدف د غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل دی ،چې د امنیتي ځواکونو له خوا له وړاندې کشف او څارل شوي دي".

ښاغلي مجاهد د جمعې په ورځ د خپل ټویټر په پاڼه د دغو عملیاتو په اړه معلومات خپاره کړي او ویلي دي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د حکومت د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو او د استخباراتو ریاست منسوبین برخه لري.

طالبانو ویاند ویلي، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په عملیاتو کې ټول احتیاطي تدابیر په پام کې نیول کیږي. هغه د خلکو غوښتي، چې د هغو کسانو په اړه چې طالبان پسې ګرځي د هغوی امنیتي ځواکونو سره معلومات شریک کړي.

همداشان ذبیح الله مجاهد له خلکو غوښتي، چې په خپلو سیمو کې دې پاتې شي.

دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي، چې په وروستیو اونیو کې کابل کې د سړي تښتونې څو پیښې شوي او د بلې خوا د ملي جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفو وسله والو ډلې د پنجشیر په ولایت کې د څو بمي چاودنو د ترسره کولو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

په تیرو شپږو میاشتو کې چې طالبانو افغانستان کې واک ترلاسه کړی دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونه په کابل او د دغه ولایت شاوخوا ولایتونو کې دا ډول عملیات ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG