د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کندهار او هلمند کې د زده کړو سلګونه صنفونه تر 'امر ثاني' پورې وتړل 


په داسې حال کې چې لا هم د نجونو په مخ متوسطه او عالي لېسې او پوهنتونونه بند دي، طالب مقامات وايي چې د کندهار او هلمند په ولایتونو کې یې ۶۲۰ درسي ټولګي تر «امر ثاني» پورې تړلي‌ دي.

په کندهار کې د طالبانو حکومت د پوهنې ریاست ویاند متوکل احمد نن دوشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) امریکا غږ ته وویل چې دوی دا پرېکړه د خلکو د شکایتونو په اساس کړې ده.

دغه ویاند په دې اړه ډېر معلومات ورنکړل چې خلکو د څه شي په اړه شکایتونه کړي وو،‌ خو ویې ویل چې دا مهال د طالبانو د پوهنې وزارت د مقاماتو او بهرنیو نړیوالو ادارو د استازو ترمنځ په دې اړه خبرې روانې دي.

په همدې حال کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د پوهنې وزارت ته په یو منسوب خپور شوي مکتوب کې ویل شوي دي چې «په کندهار او هلمند کې یې د ټولو تعلیمي‌ موسسو د فعالیتونو او پروژو» د اروزنې لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

دغه وزارت د دغو ارزونې تر ختم پورې یې په کندهار او هلمند کې د ټولو تعلیمي موسسو فعالیتونه ځنډولي دي.‌

په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند هیله وښوده چې دا ستونزه به ژر حل او ماشومان به بېرته خپلو زده کړو ته ولاړ شي.

نوموړي ونه ویل چې د دغو ټولګیو په تړل کېدو سره څومره ماشومان له زده کړو پاتې دي، خو ویل کېږي‌ چې د دغو ماشومانو شمېر زرګونو ته رسېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي‌ صندوق (یونیسف) په ټول افغانستان کې دا ډول اکثریت سیمه ایز ټولګي او پروګرامونه مخې ته وړي.

یونیسف څه موده مخکې افغان ماشومانو ته د زده کړو د دا ډول پروګرام او ټولګیو د پراخولو خبر ورکړی و او ویلي وو چې په ۲۰۲۳ کال کې به ۶۰۰۰ ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي. د یونیسف په وینا دا افغان ماشومان به په ۲۰زره ټولګیو کې درسونه وايي.

تېرکال طالب واکمنانو د یونیسف د مقاماتو په حواله ویلي وو چې دا اداره په ټول افغانستان کې ۹۰۰۰ درسي ټولګي لري او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۲ تر پای پورې به ۵۰۰۰ نور ټولګي هم پرانیزي.

د یونیسف د عامه اړیکو مسول سام مورت څه موده مخکې ویلي وو چې دوی د دغه پروګرام له لارې ۱۴۰زره هلکانو او نجونو ته، په داسې یو هېواد کې چې ۳.۷ میلیون ماشومان یې له زده کړو محروم دي، د تعلیم زمینه برابروي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو متوسطه او عالي لېسې وتړلې او د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې یې د نجونو په مخ د پوهنتونونو دروازې هم تر «امر ثاني» پورې وتړلې.

سره له دې چې طالب واکمانو په وار وار ویلي دي چې د نجونو په مخ به د تعلیم دروازې پرانیزي، خو د طالبانو له بیا واکمن کېدو شاوخوا ۲۰ میاشتې ووتلې، ملګر لا هم نجونو ته د زده کړو اجازه نشته.

XS
SM
MD
LG