د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پر سفر بندیز د مسایلو 'سولییز حل' ستونزمن کوي


طالبانو د دې ډلې په ځینو مشرانو د سفر کولو د بندیز لیرې کیدو غوښتنه کړې خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي پدې هکله یو نظر ندي.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د امنیت شورا د یوې پریکړې په اساس د طالبانو په ۱۳۵ مشرانو باندې د سفر کولو بندیزونه ولګول شول او شتمنۍ یې ګنګل شوې، له دغې ډلې څخه یې ۱۳ له دغو بندیزونو څخه مستثنی شول چې بهر ته سفرونه او د نورو هېوادونو له مقاماتو او چارواکو سره خبرې وکړای شي.

خو د دغې استثنی موده تېره جمعه ختمه شوه. ایرلنډ ددغې استثنی د مودې له غځولو سره مخالفت کړی دی.

لویدیځ هیوادونه طالبان تورنوي چې د میرمنو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو، ترهګرۍ سره د مبارزې او ټولشموله حکومت د جوړیدو په برخې کې یې خپلې ژمنې ندي عملي کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پدې هکله امریکا غږ ته وویل، " په سفر کولو بندیز د تعامل لپاره د دروازو تړل کیدل بلل کیدی شي. دا په سوله ایزه توګه د مسایلو حل کول ستوزمن کوي."

چین او روسیې د بندیزونو د معافیت د نیټې غځیدل غوښتي خو د امریکا متحده ایالاتو بیا ویلي چې د دې ۱۳ کسانو په لیست کې دې نه یوازې د طالب چارواکو نومونه نور هم کم شي بلکې د هغو هیوادونو شمیر دې هم کم شي چې دا طالب چارواکي ورته د سفر کولو اجازه لري.
ځینو دپلوماتیکو سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په نوي وړانديز شوي لیست کې که ومنل شي، یوازې ۶ طالب چارواکي به د دپلوماتیکي دلایلو په خاطر د سفر کولو اجازه ولري. او که چیرته د امنیت شورا هیڅ یو غړی پرې اعتراض ونکړي د سفر کولو دا بندیز او نوی لیست به د دریو میاشتو لپاره د اعتبار وړ شي.

ښاغلي شاهین امریکا غږ ته وویل چې وخت مهم دی او د دپلوماسۍ او خبرو اترو وخت دی. هغه زیاته کړه، " د ټولو هغو کسانو قدر داني کوو چې د محدودیتونو د لیرې کیدو لپاره یې هلې ځلې کړي".

سره لدې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو په ځینو غړیو د سفر کولو د بندیز د لیرې کیدو پر سر یوه خوله ندي، خو متحده ایالاتو بیا د طالبانو سره په تعامل کولو ټینګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند یو مرستیال ویدانت پټیل پدې هکله وویل، " په عمومي توګه مونږ د دې اړتیا وینو چې د افغان ولس سره د مرستې په خاطر د طالبانو سره محدود تعامل دوام وکړي. او دې نتیجې ته رسیدلي یو چې په دریم هیواد کې مخامخ خبرې زمونږ د ملي امنیت لپاره ګټورې دي".

سره لدې چې طالبانو واک ته تر رسیدو وړاندې د نرمۍ ژمنې کړې وې خو داسې ښکاري چې دا ډله هماغه شان سخت دریځه ده لکه د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې په خپلې لومړنۍ دورې کې چې وه.

طالبانو په ځانګړې توګه د میرمنو او نجونو په برخې کې د سختۍ څخه کار اخیستی. په ګڼ شمیر سیمو کې لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي او طالبانو په سیستماتیکه توګه افغان میرمنې د کار د ځایونو څخه حذف کړیدي.

طالبان څه باندې یو کال کیږي چې په افغانستان کې واکمن شوي خو د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې تر اوسه ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو پخواني سلاکار برنت روبین هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د کړنو څخه داسې څرګندیږي چې د " بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو بهتره کول د طالبانو لپاره لومړیتوب نلري".

د بشري حقونو څار سازمان کې د میرمنو د څانګې مسئوله هېدر بار وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو او په ځانګړي ډول د نجونو د متوسطه ښوونځیو او لېسو نه پرانیستل کېدو ته په کتو، ملګرو ملتونو ته ښايي چې طالب چارواکو پر سفر د بندیز دغه معافیت له منځه یوسي.

مېرمن بار امریکا غږ ته وویل: " تر هغې چې طالبان د مېرمنو او نجونو پر حقونو تیری کوي، په ازاده توګه د هغوی پر ګرځیدو بندیز لګوي، له طالبانو دې هم دا ازادي واخیستل شي او ورته اجازه ور نه کړل شي چې هر ځای غواړي سفر وکړي. د دوی پر ګرځیدو دې هم بندیز ولګول شي".

نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو په طالبانو فشار راوړی چې د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره باید د کار کولو په برخې کې په میرمنو محدودیتونه کم کړي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره ښوونځي دې پرانیزي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG