د متحده عربي اماراتو په پایتخت ابوظبهي کې د شرابو جوړولو لومړنۍ فابریکې په کار پیل کړی دی.
په اماراتو کې دا فابریکه په داسې حال کې پرانیستل شوې چې شراب په دې سیمه کې یو تابو ګڼل کیږي. ډیرعرب هېوادونه هڅه کوي د ځان په اړه د نړیوالو تصور بدل کړي او د تیلو د زیرمو د ختمېدو وروسته د عاید ترلاسه کولو بدیلې لارې چارې ومومي.
د اماراتو په ګاونډ سعودي عربستان کې هم تراوسه د شرابو یوه مغازه پرانیستل شوې چې یوازې پر غیرمسلمانو ډپلوماتانو باندې شراب پلوري.
د شرابو پلورلو ته په قطر او عمان کې محدوده اجازه شته او په کویټ کې ورباندې بندیز دی. د اماراتو به شارجه کې هم د شرابو په پلورلو بندیز لګول شوی دی.
د چاد مکګهي په نوم یو ۴۲ کلن امریکايي له څو نورو کسانو سره په شریکه په ابوظهبي کې د "کرافټ" په نوم د شرابو جوړولو د فابریکې او ترڅنګ یې د یو رستورانت د فعالیت جواز اخیستی دی.
هغه وايي چې په خپله فابریکه کې له وربشو څخه ځانګړي شراب (بیر) جوړوي.
مکګهي فرانس پرس ته وویل: "موږ تمه لرو چې جرمني، نیویارک او سن دیاګو په څېر ځایونو څخه خلک د بیر د څښلو دپاره ابوظهبي ته راشي. موږ غواړو چې د دې بهیر برخه اوسو."
متحده عربي اماراتو د شرابو په اړه تیر کال په خپلو قوانینو کې نرمښت راوست. په دوبۍ کې پر الکولو باندې ۳۰ سلنه مالیه او د شرابخانو د جواز فیسونه لغوه شول.
ابوظهبي په ۲۰۲۱ کې د اماراتو لومړنی ښار شو چې د بیرو جوړولو فابریکو ته یې د جوازونو ورکول تصویب کړ په دې شرط چې بیر به د فابریکي په داخل کې پلورل او څښل کیږي.
په نورو عربي هېوادونو کې هم قوانین نرم شوي دي. سعودي عربستان دا کال په پایتخت ریاض کې د شرابو لومړنۍ مغازې پرانیستلو ته اجازه ورکړه او تمه کیږي چې په راتلونکي کې پدې اړه قوانین نور هم نرم کړي.
مکګهي وايي، د ابوظهبۍ په فابریکه کې په یو وخت له اتو څخه تر ۱۲ پورې د بیرو مختلف ډولونه تولیدوي.
د متحده عربي اماراتو نفوس ۱۰ میلیونو ته رسیږي چې ۹۰ سلنه یې بهرنیان دي. په دغه هېواد کې یو مهال د شرابو پلورل او څښل د هوټلونو دننه په بارونو پورې محدود وو چې زیاتره بهرنیان ورتلل.
د فرانسې د "ایکول نورمال سوپریور" پوهنتون د استاد الکساندر کازیروني په وینا، د خلیج حاکمانو د ایران د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته مذهبي ژمنتیا او محافظه کارۍ ته مخه کړه.
ابوظهبي لومړنی امارت دی چې په ۲۰۰۰ کال کې یې د شرابو او ټولنیزو چارو په اړه په قوانینو کې د نرمښت اختیارول پیل کړل. کازیروني وايي، د شرابو په اړه نرمښت هغه بندیزونه پای ته رسوي چې په ۸۰ او ۹۰ لسیزو کې لګول شوي وو.
هغه زیاته کړه: "اوس د قطر او سعودي عربستان سره پدې برخه کې سیالي روانه ده چې څوک به په سیمه کې لومړی بدلون راولي."
د سیل او تفریح مرکز
شاوخوا ۲۴ میلیون سیلانیان تېر کال ابوظهبي ته تللي او ددې ښار مسئولین تمه لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې دا شمېر ۴۰ میلیونو ته لوړ کړي. ابوظهبي په دې برخه کې له ګاونډي دوبۍ ښار سره سیالي کوي چې په نړیواله کچه یې د سیل او تفریح د مرکز په توګه شهرت موندلی دی.
د کرافټ بریتانوي مشتري انډریو برګیس چې له ۱۷ کلونو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، وايي چې هغه د خپلو سترګو په وړاندې د اماراتو بدلون لیدلی دی.
برګیس وویل، کله چې په لومړي ځل اماراتو ته ولاړ، بهرنیان هغه مهال د روژې په میاشت کې په عامه ځایونو کې له خوراک او څښاک څخه منع وو او بار ته یوازې د شپې لخوا تللی شول.
برګیس وايي، دا هر څه اوس بدل شوي، خو د خلیج هیوادونو په اړه د لویدیځ تصور لا تر اوسه په هغه شان پاتې دی.
برګیس فرانس پرس ته وویل: "زه چې کله بریتانیې ته ستون شم، ملګري مې راته وايي چې په یو اسلامي هیواد کې څنګه ژوند کوې؟ هلته پر ښځو محدودیت دی او د شرابو څښلو ته اجازه نشته. "
برګیس وویل، په ابوظهبۍ کې د بیرو د فابریکې پرانیستنه به ددغو خلکو سترګې پرانیزي. هغه زیاته کړه: "خبره ټوله د خلکو د ذهنیتونو په بدلولو کې ده."
فورم \ دبحث خونه