د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریي په جګړو کې د بې ځایه شوې خبریالې حال


د سوریې یوه خبریاله چې له امریکا غږ سره همکاري لري او د جګړو له امله، له خپل ښار څخه بې ځایه شوې ده، اوس د بیځایه شوو په یوه کمپ کې ژوند کوي او په دغه کمپ کې د ژوند د څرنګوالي په هکله راپورونه ورکوي.

خبریاله نوروز رشو له تیرو څلورو کلونو راهیسې د سوریې په شمال کې د شهبا په سیمه کې په دغه کمپ کې ژوند کوي.

نوموړې په ۲۰۱۸ کال کې د عفرین ښار ته د ترکیې د ټانکونو له ننوتلو وروسته له خپلې کورنۍ سره د زرګونو نورو کسانو په څېر د خپل کور پرېښودو ته اړ شوه.

د هغې پر کور توغندی ولګېد او پلار یې پکې ووژل شو.

رشو وايي چې د پلار له مرګ وروسته پوه شوه چې ژورنالیزم څومره مهم دی. دا وايي: "دا مې درک کړه چې په دې ډول حالاتو کې څنګه خبریالان په خپله د خبر په یوې برخې بدلیږي. دوی هم قرباني کیدلی شي. ما درک کړه چې ژورنالیزم زما په شان کسانو ته له دندې ورهاخوا نور اهمیت هم لري".

۳۱ کلنه رشو، اوس د امریکا غږ او نورو خبري ادارو لپاره په کمپ کې د میشتو کسانو د ژوند د څرنګوالي په هکله راپورونو جوړوي. له کومو کسانو سره چې نوموړې د مهاجرت او بې ځایه کېدو مشترکه تجربه لري.

دا وايي: "یو له هغو شیانو څخه چې زه یې اړ ایستم په کمپ کې پاتې شم او د خبریالئ کار له سره پیل کړم، هغه ستونزې وې چې ما له نورو بې ځایه شویو سره یوځای تجربه کړلې. ما ددې ضرورت احساس کړ چې دلته داسې ډیرې نورې کیسې شته چې باید راپورونه پرې جوړ شي او د نړۍ له خلکو سره شریک کړل شي.

د رشو راپور ورکولو د نورو خلکو په ژوند مثبت اثر لرلی دی.

په ۲۰۱۹ کال کې هغې د یوه داسې کس په هکله خبر جوړ کړ چې د بم د یوې چاودنې له امله یې یولاس پرې شوی خو له دغه معلولیت سره سره یې ډول وهل زده کړیدي.

خو یوه بې ځایه شوي کس ته د خبریالۍ دنده اسانه نه وي. د رشو په څېر خبریالان ډیری وختونه د ځای او وسایلو له کمښت سره مخامخ وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یا یو ان اچ سي آر وايي د نړۍ په کچه د ټولو بې ځایه شویو خلکو لپاره، معلوماتو ته لاسرسي او له نورو خلکو سره د تماس ساتلو وړتیا، ډیر مهم دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ویاند، کرس بویان وايي: "زه فکر کوم، د کډوالئ د ژوند حقیقي تصویر هغه کسان وړاندې کولی شي چې خپله کډوال شوي وي او د کډوالۍ مشکلات یې ګاللي وي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي د رشو د اوسېدو په کمپ کې د پنځه زره بې ځایه شویو په ګډون د نړۍ په کچه سل میلیونه بې ځایه شوي خلک موجود دي.

ښاغلی بویان وايي یو این ایچ سي آر او مرستندویه موسسې له هغو کسانو سره مرسته کوي او فرصتونه ورته برابروي چې نړیوالو ته د خپل وضعیت په هکله راپورونه جوړوي.

نوروز رشو ژمنه ده چې د بې ځایه شویو کسانو د ستونزو او غوښتنو انعکاس ورکولو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG