د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: هیلري د ټرمپ نه یوولس پواینټه مخکې ده


د نظر د معلومولو یوه تازه سروې چې پرون خپره شوې پکې ښودل شوې چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د دیموکرات د ګوند احتمالي کاندیده هیلري کلنټن د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید ډانلډ ټرمپ نه یوولس پواینټه مخکې ده.

دغه سروې چې د انټرنټ له لارې د دوشنبې او جمعې تر ورځې پورې شویده، 46 په سلو کې خلکو ویلي دي چې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې هیلري کلنټن او 34 عشاریه اته په سلو کې ډانلډ ټرمپ ته رایې ورکوي. نولس عشاریه دوه په سلو کې خلکو بیا ویلي دي چې هیڅ یوه کاندید ته رایه نه ورکوي.

پخپله جمهور رئیس براک اوباما بیا د هیلري کلنټن سره د خپل ملاتړ اعلان کړی خو جمهوري غوښتونکي بیا د ډانلډ ټرمپ د ویناګانو سره مخالفت لري.

د دې ګوند یوه غړي میټ رامني چې په 2012 کال کې د ښاغلي اوباما په مقابل کې ولاړ و، ویلي دي چې په انتخاباتو کې نه هیلري کلنټن او نه هم ډانلډ ټرمپ ته رایې ورکوي.

XS
SM
MD
LG