د لاس رسي وړ اتصالات

سلطان برکات: د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون د ناسم پوهاوي له امله و


د افغانستان د چارو قطری شنونکی سلطان برکات
د افغانستان د چارو قطری شنونکی سلطان برکات

د افغانستان د چارو قطری شنونکی سلطان برکات وایي د دوحې غونډه د طالبانو دپاره یو فرصت و چې د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو او نورو مسایلو په اړه خپل دریځ نړیوالو ته وړاندې کړي، خو دغه فرصت یې له لاسه ورکړ.

برکات وايي، په دغه غونډه کې د طالبانو د نه ګډون لامل ناسم پوهاوی دی.

د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي وویل چې دا غونډه یوازې د انزوا د بشپړ پای ته رسولو په هدف نه وه، بلکې په وینا یې نړیواله ټولنه دا وړاندیز کوي چې باید تر یوې کچې د طالبانو سره ښکیلتیا رامنځ ته شي.

د برکات په خبره، د غونډې تنظیموونکو معیاري لاره تعقیبوله او مدني تولنې یې په دغه غونډه کې شاملولې خو وايي، "دا چاره په کابل کې د اپوزیسیون په توګه او یا هم د طالبانو د حکومت د یواځني استازي په توګه او د طالبانو په رسمیت نه پیژندلو په توګه تعبیر شوه."

سلطان برکات وايي، نړیواله ټولنه د افغانستان ثبات ته ژمنه ده او نه غواړي چې په افغانستان کې بیا جګړه پیل شي.

له سلطان برکات سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG