په سوډان کې د حکومت ضد مظاهرو د رهبري کوونکو سیاسي ګوندونو او سیاسي غورځنگ مشرانو د شنبې په ورځ (اپریل ۱۳) د هغه هیواد له پوځي مشرانو سره ولیدل.
له واک څخه د عمر البشیر تر لیرې کولو وروسته دا لومړۍ خبرې دي چې د پوځ له مشرانو سره کیږي.
د شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د پخواني ولسمشر عمر البشیرد رژیم پرخلاف مظاهرې روانې وې.
د حکومت ضد د اعتراضونو غورځنګ په روانه اونۍ کې دوه لویې بریاوې ترلاسه کړې، لومړی یې د پنجشنبې په ورځ ( اپریل ۱۱) د البشیر دیرش کلنه واکمني پای ته ورسوله او بیا یې د جمعې په ورځ د موقتې پوځي شورا مشر حنرال عوض ابن عوف له خپلې دندې ګوښه کیدو ته اړ کړ.
دغه غورځنک وايي چې یو لس کسیز هییت یې ددې لپاره جوړ کړی دی چې پوځي شورا ته د خلکو غوښتنې ورسوي او د پوځي واکمنۍ د ردولو لپاره پر خپلې غوښتنې ټینګار وکړي.
د مخالفو سیاسي ځواکونو ویاند سطیع الحاج وايي "د اعتراضونو تر شا د غورځنګ په شمول د سوډان ټولو سیاسي ځواکونو موافقه کړې چې موقتي دوره باید له څلورو کلونو څخه کمه نه وي (یعني د قورت انتقال باید په فوري توګه پیل شي او په یو ملکي انتقالي حکومت بدل شي ".
بل لوري ته د انتقالي پوځي شورا مشر عبدلفتاح البرهان د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې په ګرځیدو راګرځیدو بندیز لغو کړ او ژمنه یې وکړه چې د سوډان له ګوندونو سره په مشوره به د هیواد د چارو د پرمخ بیولو لپاره یو دوه کلن ملکي حکومت جوړ کړي.
د البرهان له خبرو څخه څرګندیدله چې هغه غواړي د خرطوم په لارو او کوڅو کې زرګونو اعتراض کوونکو ته وښيي چې گواکې هغه د پخواني رژیم یوه برخه نه ده او په رښتیا د اصلاحاتو راوستل غواړي.
په ورته وخت کې یو شمیر خلک وايي چې د نوې پوځي شورا د نوي مشر په توګه د عدبلا الفتاح البرهان مني.
خو دغو اعتراض کوونکو له پوځ وغوښتل چې قدرت یو ملکي حکومت ته وسپاري.
دغه مخالفین ویره لري پوځ به د یوې نامعلومې مودې لپاره په واک کې پاتې شي او یا به قدرت خپل یو کس ته و سپاري. هغوی وایي چې د پوځ زیاتره کسان البشیر ته وفادار دی.
د جمعې په ورځ د سوډان د پوځي شوری د مشر په توګه د عوض ابن عوف په ځای د عبدالفتاح البرهان تر ټاکل کیدو وروسته د شنبې په ورځ د سوډان دولتي تلویزون د هغه د مرستیال ټاکنه اعلان کړه.