د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د احصایي او معلوماتو ریاست شمېرې ښيي، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د دغه هېواد په کچه ۲۹۹ متریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي دي.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۵ (وري ۲۶) په یو بیان کې ویلي چې تر ټولو زیات ځمکني توتان په هرات ولایت کې تولید شوي دي.
په بیان کې راغلي: "هرات کې په ۳۱ هکتاره ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوې و، چې د تولید کچه یې ۱۵۵ متریک ټنه ده".
د کرنې وزارت ویلي چې له هرات وروسته، کندز او بلخ کې هم تېرکال ډېرځمکني توتان تولید شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په یادو ولایتونو سربېره په فاریاب، دایکندي، سرپل او میدانوردګو کې هم ځمکني توتان کرل کېږي.
د افغانستان د کرنې وزارت په بیان کې راغلي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په ټولیزه توګه د افغانستان په کچه په ۶۲ هکتاره ځمکه کې دا ډول توتان کرل شوي و.
دغه وزارت ویلي چې افغانستان د ځمکني توتانو د کرنې او پالنې لپاره مناسبې اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کلونو کې د بزګرانو له خوا د دغې مېوې کرل دود شوي دي.
ځمکني توتان چې د ویټامینونو او مغذي موادو سرچینه ګڼل کېږي په بازار کې ښه مارکیټ لري او یو کیلو یې تر ۲۰۰ افغانیو پلورل کېږي.