د لاس رسي وړ اتصالات

هند څخه له سترې ماتې وروسته، سري‌لانکا خپل کرکټ بورډ منحل کړ


نړیوال جام کې له هند سره د پنجشنبې په لوبه کې د سري لانکا ټول لوبغاړي یې د ۵۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل. دې ماتې په سري لانکا کې د عامو خلکو غوصه وپاروله چې له کبله یې د کرکټ وزیر وویل، د سري لنکا د کرکټ چارواکي پر خپلو دندو د پاتې کیدو اخلاقي حق نه لري.
نړیوال جام کې له هند سره د پنجشنبې په لوبه کې د سري لانکا ټول لوبغاړي یې د ۵۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل. دې ماتې په سري لانکا کې د عامو خلکو غوصه وپاروله چې له کبله یې د کرکټ وزیر وویل، د سري لنکا د کرکټ چارواکي پر خپلو دندو د پاتې کیدو اخلاقي حق نه لري.

د سري لانکا د سپورت وزیر روشن راناسینګ د دوشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) د کرکټ په نړیوال جام کې د هند په وړاندې له سترې ماتې څو ورځې وروسته د کرکټ ملي بورډ ټول کارکوونکي له دندې ګوښه کړل.

د سري لانکا کرکټ بورډ په دغه بې وزلي هیواد کې ترټولو بډایه اداره بلل کیږي او په کرکټ بورډ باندې د اداري فساد د تورونو له امله، د څو میاشتو راهیسې د بورډ د مسئولینو او راناسینګ تر منځ ناندریو دوام درلود.

د راناسینګ دفتر په یو بیان کې وویل چې د هیواد د ۱۹۹۶ نړیوال جام ګټونکی کپتان ارجونا راناټونګا د نوي موقت بورډ مشر ټاکل شوی دی.

په بیان کې راغلي: "د سپورت وزیر روشن راناسینګ د سري لانکا کرکټ لپاره یوه موقته کمیټه جوړه کړې ده."

په نوې اووه کسيزه کمېټه کې د سترې محکمې يو متقاعد قاضي او د بورډ يو پخوانی مشر هم شامل دی.

دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس موهن ډي سلوا له خپلې دندې استعفا وکړه.

سري لانکا د سپورت وزیر له هغه څو ورځې وروسته د کرکټ بورډ ټول غړي له کاره ګوښه کړل چې په هند کې د کرکټ په نړیوال جام کې کوربه ټیم سري لانکا ته د ۳۰۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د تیرې پنجشنبې په لوبه کې، هند سري لانکا ته د ۳۵۸ منډو هدف وټاکه خو د یوازې ۱۶ منډو کولو وروسته د سري لانکا شپږ لوبغاړي وسوځېدل او ټول لوبغاړي یې د ۵۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل. دا د کرکټ د ۵۰ اوریز نړیوال جام په تاریخ کې څلورمه تر ټولو ټیټه مجموعه ده.

دې ماتې په سري لانکا کې د عامو خلکو غوصه وپاروله چې له کبله یې د کرکټ وزیر وویل، د سري لنکا د کرکټ چارواکي پر خپلو دندو د پاتې کیدو اخلاقي حق نه لري.

هغه وویل: "دوی [د کرکټ بورډ غړي] باید په خپله خوښه استعفا وکړي."

په روان نړیوال جام کې، سري لانکا تر اوسه اووه لوبې کړي او یوازې دوه یې ګټلي او نن له بنګله دېش سره لوبه کوي.

د شنبې په ورځ راناسینګ د کرکټ نړیوالې شورا ته په لېږل شوي لیک کې له دغې شورا غوښتنه کړې چې د نوموړي د اقدام ملاتړ وکړي. د کرکټ نړیواله شورا د غړو هېوادونو په کرکټ بورډونو کې د سیاسي لاسوهنې په وړاندې قوانین لري.

راناسینګ په دغه لیک کې چې د سري لانکا په رسنیو کې خپور شوی، ویلي: "د سري لانکا کرکټ د لوبغاړو د انضباطي مسئلو، اداري او مالي فساد، او 'میچ فکسنګ' په تورونو ککړ دی."

راناسینګ تیره میاشت په کرکټ بورډ کې د فساد د تورونو د څیړلو دپاره درې کسیز پلاوی وټاکه. خو نوموړي خپله پرېکړه وروسته له هغه بیرته واخیستله چې د کرکټ نړیوالې شورا دغه اقدام د سري لانکا د کرکټ بورډ په چارو کې سیاسي لاسوهنه وبلله.

د راناسینګ وروستي اقدام ته د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا سمدستي غبرګون نه دی ښودل شوی.

سري لانکا له ۱۹۹۶ کال راهیسې نړیوال جام نه دی ګټلی، او راناسینګ د دغه هېواد د کرکټ د "معیارونو راټیټېدو" پړه پر کرکټ بورډ اچوي.

د کابینې یو بل وزیر، پرسانا راناټونګا چې د بورډ د نوي ټاکل شوي مشر ورور دی، د اګست په میاشت کې پارلمان ته وویل چې د ۱۹۹۶ بریا "زموږ د کرکټ د خرابېدو پیلامه " وه.

هغه وويل: "له ١٩٩٦ کال وروسته کرکټ بورډ ته د پيسو جریان زیات شو او وروسته پکې داسې کسان هم راغلل چې غواړي غلا وکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG