د لاس رسي وړ اتصالات

هسپانیا په افغانستان کې د یو برید قربانیانو ته تاوان ورکوي


د کابل د شیرپور سیمې په دغه میلمستون برید کې د دوو هسپانویانو په ګډون اووه تنه وژل شوي وو.
د کابل د شیرپور سیمې په دغه میلمستون برید کې د دوو هسپانویانو په ګډون اووه تنه وژل شوي وو.

د مادرید یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۸) وویل، د هسپانیا حکومت ته یې حکم کړی چې د هغو پولیسو کورنیو ته تاوان ورکړي چې په ۲۰۱۵ کال کې په کابل کې د هسپانیا سفارت ته څېرمه په یو برید کې وژل شوي وو.

د کابل په شیرپور کې د هسپانیا سفارت ته څېرمه پر یو میلمستون باندې د موټر بم په برید کې دوه هسپانوي پولیس، د هغوی څلور افغان همکاران او د میلمستون یو کارکوونکی وژل شوي وو. محکمې د پنجشنبې په ورځ ددې برید پړه پر امنیتي ناکامیو واچوله.

افغان ځانګړو ځواکونو له دې برید وروسته له بریدګرو سره څو ساعته جګړه وکړه. په دې جګړه کې چې د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ، څلور بریدګر ووژل شول.

وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه واخیست.

د اودینسیا ناسیونال محکمې د جولای څلورمې نیټې حکم، د هسپانیا حکومت "د برید له امله د رامنځته شوي زیان مالي مسؤل" ګڼلی دی.

د مادرید دې محکمې حکومت ته امر کړی چې د وژل شویو کسانو کورنیو ته له ۱۲۸ زرو یورو څخه تر ۲۲۹ زره یورو پورې تاوان ورکړي.

له برید وروسته د هسپانیا په سفیر ایمیلیو پیریز دې اګریدا او د هغه پر مرستیال باندې تورونه پورې شول چې د سفارت د امنیت په اړه خبرتیاوې یې له پامه غورځولي دي.

خو په ۲۰۱۷ کې د هسپانیا یوې محکمې د هغوی په خلاف د "بې پروایئ او وژنې" شکایت رد کړ، او پریکړه یې وکړه چې د سفارت امنیت د دوی مسؤلیت نه بلکې د هسپانیا د دنده وه.

د محکمې لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې سفارت ته د متوجه امنیتي خطرونو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو خو هسپانوي چارواکي يې په اړه په اقدام کولو کې پاتې راغلي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG