د لاس رسي وړ اتصالات

د واورو اورښت په څو ولایتونو کې لارې بندې کړي


د سالنګ لویه لار کابل د افغانستان د شمالِ او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.
د سالنګ لویه لار کابل د افغانستان د شمالِ او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.

افغان چارواکي وايي، د واورو او باران د روان اورښت له امله د کابل سره د یو شمیر ولایتونو لارې بندې شوي، خو د دغو لارو د ساتنې د ټیمونو د هڅو په ترڅ کې په لارو کې بند مسافر ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته لیږدول شوي.

د سالنګ د لویې لارې د ساتنې رئیس عبدالبصیر حبیبي امریکا غږ اشنا راډیو ته نن د چهارشنبې ورځ ( سلواغې ۲۴ مه) وویل، چې د واورو د ښوېیدو او توپان له امله دا لار تیره شپه لس بجې د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

ښاغلي حبیبي وویل " له ۱۱۰ څخه په زیاتو لویو او کوچنیو موټرو کې مسافر چې د تونل سره نږدې بند پاتې وو، ژرغول شوي او خوندي ځای ته لیږدول شوي دي".

د سالنګ د لویې لارې د ساتنې رئیس وویل، تیره شپه د یخ پنځه سترې ټوټې پر دغه لار پریوتې دي.

د سالنګ لار کابل د افغانستان د شمالي او شمال ختیخو ولایتونو سره نښلوي.

د سالنګونو لویه لار
د سالنګونو لویه لار

همداشان د بامیان او دایکنډي ولایتونو چارواکو هم امریکا غږ اشنا راډيو ته ویلي، چې په تیرو ورځو کې د سختو واورو د وریدلو له امله له دغو ولایتونو څخه کابل او غور ته غځېدلې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د بامیان ولایت د فواید عامه ریاست سرپرست غلام نبي قنبري وايي، چې د سختو واورو د اورښت له امله د حاجي ګګ غاښی د ترافیکو پرمخ تړل شوی دی.

هغه وویل، چې تیره شپه ۵۸ مسافر، چې د حاجي ګګ په غاښي کې په واورو کې بند پاتې وو، د سیمې د اوسیدونکو او د لارې پاکونې د ټیمونو له خوا ژغورل شوي دي.

ښاغلي قنبري وویل، چې پر دغه لار باندې په لسګونو د واورو د یخ سترې ټوتې ښوېیدلې دي، چې لا هم پر دغه لار د واورې د ښوېیدو د پیښو احتمال لا شته دی.

هغه وویل، چې واورو د بامیان د مرکز او د دغه ولایت د ورس او یکاولنګ ولسوالیو او د بامیان ولایت د پنچاب ولسوالۍ له لارې د غور ولایت ترمنځ هم سړکونه بند کړي دي.

دغه چارواکي وویل، چې د لارو د بندیدلو له امله د ورس په ولسوالۍ کې شاوخوا سل مسافر، چې غور ته روان وو او د پنجاب په ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۰ مسافر، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي خوندي ځایونو ته لیږدول شوي او اوس هغوی د لارو خلاصیدو ته شیبې شماري.

د دایکنډي ولایت چارواکي هم وايي کابل، غور او بامیان ته له دغه ولایت څخه ټولې غځېدلي لارې اوس مهال بندې دي، خو په دغو بندو لارو کې هیڅوک ګیر نه دي پاتې شوي.

د دغو ولایتونو سربیره د پکتیا، خوست او کابل ولایتونو ترمنځ د سټو کنډو او تیرۍ کنډو په سیمو کې په لاره هم درنه واوره شوې، خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت امریکا غږ اشنا ته وویل، چې دا لارې لا هم د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي.

د واورو د سخت اورښت له امله تیره ورځ د هرات هوايي ډګر هم د یوې ورځې لپاره تړل شوی وو او هم دغه ولایت ته غځیدلې لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوې وې.

د هرات په ولایت کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال وايي، نن د کام ایر شرکت یوه الوتکه د هرات په هوايي ډګر کې ښکته شوې او د هرات -اسلام قلعه او هم هرات - تورغونډۍ لارې هم د ترافیکو پرمخ بیرته پرانیستل شوي دي.

د افغانستان د هوا پیژندنې د ادارې د راپور له مخې په روانه اونۍ کې په دیرش ولایتونو کې د واورو او باران اورښت شوی دی.

د دې وړاندې هم په اکثرو ولایتونو کې په روان ژمي کې د واورو او باران اورښت شوی، چې په دغه هیواد کې د روانې وچکالۍ پای ته رسیدلو هیلې زیاتې کړي دي.

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې په روان ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې وچکالۍ د خلکو پر ژوند اغیز کړې وه.

د وچکالۍ له امله له ۲۵۰ زرو زیات خلک خپلو سیمو پریښودلو ته اړ شوي وو.

XS
SM
MD
LG