د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیان کې د سکي ورزش لوبغاړو ته د یوې امریکایي کورنۍ نوښت


په بامیان کې د سکي ورزش
په بامیان کې د سکي ورزش

یوې امریکایي کورنۍ د موټرسایکل، رسۍ او یوې کراچۍ نه په استفادې د بامیان د بابا غرونو په لمن کې د سکي لوبغاړو ته یوه ساده خو نوښتگره وسیله جوړه کړې چې پرې کولای شي د سکي لپاره د غونډیو څوکو ته وخیږي.

دغه ابتدایي لفټ یا د پورته کیدو وسیله چې افغان سکي کوونکي پرې خورا خوشحاله دي د افغانستان په کچه د سکي لومړنی لفټ دی.

مخکې ورزشکاران د واورو د غونډیو سر ته پیاده تلل
مخکې ورزشکاران د واورو د غونډیو سر ته پیاده تلل

مخکې ورزشکارانو د واورو د غونډیو سر ته د ختلو لپاره کومه وسیله نه درلودله او مجبور وو چې د سکي وهلو لپاره پیاده لاړ شي. دې کار زیات وخت هم نیوه.

امریکایي مکس، چې د خپلې کورنۍ سره یې دغه لفټ جوړ کړی وایي هیله من دی چې دغه نوښت یې په افغانستان کې د سکي ورزش پراخ او بدل کړي.

په بامیان د سکي ورزش لفټ جوړونکی امریکایي مکس
په بامیان د سکي ورزش لفټ جوړونکی امریکایي مکس

هغه وایي "په افغانستان کې د سکي لوبغاړو لفټ نه درلود. دمخه مونږ یو کوچنی لفټ جوړ کړی و خو دا ځل مو لوی جوړ کړ چې دا کار کولای شي په افغانستان کې د سکي ورزش بڼه بدله کړي او سکي کوونکي کولای شي په ښه تمرین سره نړیوالو سیالیو ته تیاری ونیسي".

ددغه ابتدایي لفټ په جوړولو شاوخوا ١٠ زره افغاني لږیدلي دي. خو د یو معیاري لفټ جوړول ډیرو پیسو ته اړتیا لري چې اوسمهال په بامیان کې د بریښنا د کمزورتیا له کبله یې جوړیدل ممکن ندي.

په بامیان کې د سکي ورزش
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

که څه هم چې پدې وروستیو کلونو کې د سکي ورزش په بامیان کې وده کړې، خو د امکاناتو نه شتون د سکي ورزشکارانو لویه ستونزه ده.

ټاکل شوې چې په راتلونکو شاوخوا لس ورځو کې په بامیان کې د سکي کلنۍ سترې لوبې وشي چې په لسگونو بهرني ورزشکاران به هم په کې برخه واخلي

XS
SM
MD
LG