د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ کې دوه نړیوال ریکارډونه جوړ کړل


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلو شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې د زیاتو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ. افغانستان د آیرلنډ د لوبډلې په خلاف د شلو شلو اورونو په دویمې لوبې کې ۲۷۸ منډې وکړلې چې نړیوال ریکارډ دی.

په همدې لوبې کې د افغانستان لوبډلې بل نړیوال ریکارډ دا جوړ کړ چې د سر دوه لوبغاړو یې په ګډه زیاتې منډې وکړلې. د افغانستان لپاره دا ریکاډ حضرت الله ځاځي او عثمان غني پیل جوړ کړ. دوي دواړو په ګډه ۲۳۶ منډې وکړلې. د دې نه وړاندې دا ریکارډ د اسټرالیا لوبډلې جوړ کړی و.

په همدې لوبې کې حضرت الله ځاځی د افغانستان لومړنی لوبغاړی شو چې د شلو شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې د ټولو نه زیاتې منډې کوي. ځاځي ۱۶۲ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. هغه ۱۶ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې ووهلې.

ځاځی همدرانګه په نړۍ کې دویم لوبغاړی شو چې د شلو شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې په یوه لوبه کې د ټولو نه زیاتې منډې کوي. د اسټرالیا لوبغاړی ارن فینچ د ځاځی نه یوازې لس منډې مخکې دی. د اسټرالیا دې لوبغاړي په ټویټر کې حضرت الله ځاځي ته مبارکې ورکړې.

حضرت الله ځاځی همدرانګه د نړۍ لومړنی لوبغاړی شو چې د شلو شلو اورونو په یوه لوبه کې د ټولو نه زیاتې شپږیزې وهي. ځاځي شپاړلس او اسټرالیایي لوبغاړي څوارلس شپږیزې وهلي دي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG