د لاس رسي وړ اتصالات

د تایلنډ یو هوټل کې شپږ بهرنیان مړه موندل شوي؛ ۲ یې ویتنامي الاصله امریکایان دي


په وژل شویو کې دوه کسان د امریکا او ویتنام دوه ګونی تابعیت لري.
په وژل شویو کې دوه کسان د امریکا او ویتنام دوه ګونی تابعیت لري.

د تایلنډ پولیسو د سه شنبې په ورځ جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۶) وویل چې د پایتخت بنکاک د یو عصري هوټل په یوه خونه کې شپږ تنه ویتنامي او ویتنامي الاصله امریکایان مړه موندل شوي دي.

په مرکزي بنکاک کې له پېښې وروسته، د تایلنډ صدراعظم سریتا تاویسین د پیښې ځای ته ورغلی. هغه د "ګرانډ هایت ایراوان" هوټل مخې ته په یوه خبري غونډه کې، ددغو کسانو په غلا کې د لاس لرلو او په مرمیو د ویشتل کېدو راپورونه رد کړل او ویې ویل چې پولیس شک لري چې دا کسان په زهرو وژل شوي دي.

تاویسین وویل: "داسې نښې نشته چې زور زیاتی شوی وي. موږ د عدلي طب پایلو ته په تمه یوو."

په وژل شویو کې دوه کسان د امریکا او ویتنام دوه ګونی تابعیت لري. صدراعظم تاویسین وویل چې ممکن یو اووم ویتنامی هم له پېښې سره تړاو ولري.

د بنکاک ښار د پولیسو مشر تیټي سنګساونګ وویل چې د هوټل کارکوونکو په ځايي وخت ماښام پنځه بجې د یوې خونې دننه مړي وروسته له هغه وموندل چې دا شپږ کسان په خپل وخت له هوټل څخه وتلو ته حاضر نشول.

هغه وویل چې لومړڼۍ ارزونې ښيي چې یو ډول زهرجن مواد کارول شوي. د پولیسو مشر وویل چې د پېښې د لامل معلومولو په اړه پلټنې روانې دي. هغه زیاته کړه: "موږ تائیدولی شو چې دوی ځان وژنه نده کړې بلکې وژل شوي دي."

له دې وړاندې د پولیسو یو افسر د نوم نه ښودلو په شرط هغه راپورونه رد کړل چې دا کسان په ډزو کې وژل شوي او ویې ویل چې "د یوې زهرجنې مادې د تړاو" په اړه تحقیقات روان دي.

ځینې دا کسان په لومړي ځل او ځینې یې په تکراري سفر تایلنډ ته تللي وو. پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښې په ځای کې د ممکنه لاملونو په اړه پلټنې دوام لري.

د بنکاک دا سیمه چې مجلل پلورنځایونه لري، د ډیرو سیلانیانو په ورتګ مشهوره ده.

تېر کال په اکتوبر کې یو ۱۴ کلن هلک ددې سیمې د سیام پاراګون په نوم پلورنځي کې په عامو خلکو ډزې وکړې او درې تنه په کې ووژل شول.

د سه شنبې پېښه په داسې حال کې کیږي چې تایلنډ هڅه کوي هیواد ته د سیلانیانو ورتګ زیات کړي.

په ۲۰۲۳ کې شاوخوا ۲۸ میلیون بهرني سیلانیان تایلنډ ته تللي وو. که څه هم دا شمېر له یو کال وړاندې څخه ۱۱ میلیونه زیاتوالی ښيي خو د کورنا له وبا وړاندې، په ۲۰۱۹ کې تایلنډ ته د تللو سیلانیانو شمېر له ۴۰ میلیونو زیات وو.

چارواکي هیله لري چې په ۲۰۲۴ کې د سیلانیانو شمېر ۳۵ میلیون ته ورسوي چې له دې لارې تایلنډ شاوخوا ۵۵ میلیارد ډالر ترلاسه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG