د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د الوتکې لویدو په پیښې کې ۶ تنه وژل شوي


الوتکې تر لویدو وروسته اور واخیست او شپږ واړه سپاره کسان پکې وسوځیدل.
الوتکې تر لویدو وروسته اور واخیست او شپږ واړه سپاره کسان پکې وسوځیدل.

د متحده ایالاتو د کالیفورنیا په ایالت کې چارواکي وایي شپږ تنه شنبه جولای ۸ (چنګاښ۱۷) هغه وخت مړه شول چې یوه وړه الوتکه په زراعتي ځمکې کې ولویده او اور یې واخیست.

پولیسو ویلي الوتکه د کالیفورنیا ایالت د موریتا ښار یو هوایي ډګر سره نږدې لویدلې چې د لاس انجلس او سان ډیاګو ښارونو تر منځ پروت هوایي ډګر دی.

پولیس وایي د اور لمبې دومره شدیدې وې چې تقریباً یو هکتار ځمکه یې سوځولې.

دا الوتکه د لاس ویګاس نړیوال هوایي ډګر څخه الوتې وه او په سیمه ایز وخت شنبې وختي ولویده.

د هوایي چلند فدرالي ادارې ویلي چې الوتکه Cessna C550 جیټ وه چې معمولاً د سوداګریزو پروازونو لپاره ترې کار اخیستل کیږي او لږ شمیر خلک پکې ځایږي.

د سیمې د اور وژنې ادارې د معلوماتو له مخې په الوتکې کې ټول شپږ تنه سپاره و او د اور وژنې د عملې د رسیدو پر وخت یې شپږ واړه سوځیدلي او مړه و.

تر اوسه په الوتکې کې د مړو شویو کسانو د پیژندنې په هکله څه ندي ویل شوي.

د هوایي چلند فدرالي ادارې او د ملي ترانسپورت د خوندیتوب ادارې ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې کوي.

دا پدې تیرو څو ورځو کې دویمه الوتکه ده چې پدې سیمه کې لویږي. یوه بله الوتکه هم د همدې تیرې سه شنبې په ورځ هوایي ډګر سره نږدې د یوې ودانۍ سره وجنګیده او یو تن پکې ووژل شو.

په پیښه کې درې تنه ټپي هم شول.

د سیمه ایزو مطبوعاتو په راپور کې ویل شوي چې سهار وختي پدې سیمه کې لړه ډیره وه او ښایي همدا د الوتکې د لویدو علت وي خو چارواکو پدې هکله تر اوسه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG