د لاس رسي وړ اتصالات

د وسله والو برید کې د هرات شپږ سرحدي پولیس وژل شوي


افغان امنیتي ځواکونه د هرات - اسلام قلعه د ولارې په ګډون په ټولو لویو لارو کې د لارو د ساتنې لپاره امنیتي پوستې جوړې کړي دي.
افغان امنیتي ځواکونه د هرات - اسلام قلعه د ولارې په ګډون په ټولو لویو لارو کې د لارو د ساتنې لپاره امنیتي پوستې جوړې کړي دي.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، نن د پنجشنبې په ورځ ( کب ۱۶ مه) د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د هرات اسلام قلعه په لویه لار د افغان سرحدي پولیسو په یو موټر برید کړی او شپږ پولیس یې وژلي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا پیښه د هرات – اسلام قلعه په لویه لار د "مسلخ" په سیمه کې شوې ده.

ښاغلي فرهاد وویل، د هرات – اسلام قلعه د لویې لارې د ساتنې د سرحدي پولیسو د سپرلۍ موټر پر دغه لار د سرحدي ځواکونو قومندانۍ پر لور روان وو، چې د وسله والو مخالفانو د کمین سره مخ شو.

ښاغلي فرهاد وویل، چې د دې پیښې د پلټنې لپاره یو پلاوی سیمې ته استول شوی دی.

جیلاني فرهاد په دې برید کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د وسله والو مخالفانو په دې کمین کې شپږ سرحدي پولیس وژل شوي او وسله والو د پولیسو موټر او وسلې هم له ځان سره وړي دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندانۍ وايي، چې د سرتیرو مړي دغې قومندانۍ روغتیايي کلینیک ته لیږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د هرات – اسلام قلعه لویه لار نسبتآ یوه مصونه لار ده.

د بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ساعتونو کې۳ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۶۸ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۵هوایي بریدونه په لسو ولایتونو کې د خپلو وسله والو مخالفانو په مرکزونو ترسره کړي دي.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا عملیات د ننګرهار، غزني، لوګر، کندهار، ارزګان، زابل، بغلان، سمنګان، کندز او هلمند په ولایتونو کې ترسه شوي دي.

دا اعلامیه وايي،افغان هوایي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۶۱ مخالف وسله وال وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۲۲ تنه نیول شوي دي.

د دفاع وزارت په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د سر د اوړیدلي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

خو وسله والو طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې د کندز د قلعه زال په ولسوالۍ کې تیره شپه د افغان ځواکونو څخه د یوې پوځي قرارګاه د نیولو او د دغې قرارګاه د نیولو په عملیاتو کې د ۴۳ افغان سرتیرو د وژلو او ټپي کیدو ادعا کړې ده.

افغان حکومت تراوسه د وسله والو طالبانو دا ادعا نه ده تائید کړې.

افغانستان کې د ژمي د موسم د پای ته رسیدلو سره د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو د زیاتیدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG