د لاس رسي وړ اتصالات

د سینګاپور 'دوزخ موزیم' له ژوند وروسته حالات نندارې ته ایښي


د سینګارپور "دوزخ موزیم"
د سینګارپور "دوزخ موزیم"

په سینګاپور کې یو پارک د "دوزخ موزیم" په نوم خلکو ته داسې مناظر برابر کړي چې له ژوند وروسته حالت وویني.

د ګناه کوونکو په اور سوځول او د وینو په ډنډ کې ډوبېدل د هغو مناظرو بیلګې دي چې په دې موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي او مراجعه کوونکي کولی شي چې دا هرڅه د ځمکې پر مخ په ایرکنډیشن لرونکو خونو کې وویني.

د "هاو پار ولا" په نوم پارک کې د "دوزخ موزیم" له ژوند وروسته وضعیت په اړه د نړۍ د مختلفو ادیانو د عقیدو ښکارندویي کوي او پکې د اسیايي کلتور، عقایدو او فلسفې ګڼ شمېر مناظر او په سلګونو مجسمې نندارې ته ایښودل شوي دي.

ددې پارک مراجعه کوونکي کولای شي د "دوزخ د لسو طبقو" په اړه معلومات ترلاسه کړي چې د ځمکې پر مخ د شویو ګناهونو سزاګانې پکې انځور شوي دي.

د سینګارپور "دوزخ موزیم"
د سینګارپور "دوزخ موزیم"

د بیلګې په توګه په دوهمه طبقه کې، د رشوت سزا په یخ کې منجمد کېدل او جنسي تیري کوونکي په اوومه طبقه کې په جوشو غوړیو کې اچول کیږي.

د "دوزخ موزیم" ترتیب کوونکې ایسین تیو وايي چې د دوزخ لس طبقې د څلور مختلفو عقایدو او فلسفو: بودایزم، تاویزم، هندویزم او کانفیوشیانیزم یوه مجموعه ده.

تیو وویل: "مجسمې او مناظر د ډیری هغو کلاسیکو کیسو او اخلاقي ارزښتونو بصري ارزونه ده چې زیاتره سینګاپوریان یې لري او ورسره اشنا دي."

د پارک یوې امریکايۍ مراجعه کوونکې جین ګولډبرګ فرانس پرس ته وویل، هغه ددې مناظرو په لیدلو دومره حیرانه نه وه ځکه پوهیدله چې مختلف مذهبونه له ژوند وروسته حالت په اړه بیلابیل نظرونه لري. هغې زیاته کړه: "د یو کس جنت به د بل کس دوزخ وي."

د سینګارپور "دوزخ موزیم"
د سینګارپور "دوزخ موزیم"

د "هاو پار ولا" پارک په ۱۹۳۷ کې پرانیستل شوی او د "جرنیز" په نوم د پارک تنظیموونکې اداره وايي چې په وروستیو کلونو کې پارک ته د نوي نسل په جذبولو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

خو ددغې ادارې کارکوونکې سویتا کشیاپ وویل چې "دوزخ موزیم" ډیر نندارچیان دغه پارک ته راکښلي دي چې یو شمېر یې له یو ځل زیات ورغلي دي.

خو دا موزیم د ټولو لپاره په زړه پورې ندی. یوې فیلیپینۍ مراجعه کوونکې فرانس پرس ته وویل چې هغه به بیا هیڅکله راستنه نشي، ځکه چې د هغې په خبره، دا ځای "ډیر وېروونکی دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG