د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمیر هزاره ګانو او شعیه مذهبو په کابل کې د طالبانو په ملاتړ غونډه کړې


په غونډې کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ مخکني حکومت په افغانستان کې توره نقطه وبلل شوه.
په غونډې کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ مخکني حکومت په افغانستان کې توره نقطه وبلل شوه.

د افغانستان څه باندې ۱۰۰۰ تنو شعیه ګانو او هزاره ګانو په کابل کې د "اسلامي دولت په رڼا کې د ملي وحدت او دوامدارې سولې" تر عنوان لاندې د طالبانو د حکومت سره خپل ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان په اوسني سیاسي جوړښت کې یې هزاره ګانو ته د لا ډیرې برخې ورکولو غوښتنه وکړله.

دا غونډه نن پنجشنبه نومبر ۲۵ (لیندۍ۴) د افغانستان د ملت ګوند مشر جعفر مهدوي جوړه کړې وه. ښاغلي مهدوي د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ مخکنی حکومت د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو تیاره نقطه وبلله او زیاته کړه چې مخکني حکومت خپلواکي نه درلوده او ادعا یې وکړله چې د بهرنیو هیوادونو سفارتونو د حکومت په ټولو چارو کې نقش درلود.

ښاغلي مهدوي چې په مخکني حکومت کې د پارلمان غړی هم و د طالبانو د کړنو د ستایلو تر څنګ یې وویل چې دې ډلې په هیواد کې د عمومي او اجتماعي امنیت تر څنګ د فساد د له منځه وړلو، د اسلامي ارزښتونو د بیا احیا او د خپلواکې دیپلوماسۍ د احیا کولو لپاره موافقانه عمل کړی.

ښاغلي مهدوي پخپلو خبرو کې د طالبانو څخه د ټولشموله حکومت او د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو غوښتنه وکړله. هغه وویل، "هیله مو ده چې په راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې داسې ټولشموله حکومت ووینو چې د ټولو خلکو استازي پکې وي".

د طالبانو اوسنی حکومت چې دا ډله یې موقتي بولي غړي یې تقریباً ټول پښتانه دي او هیڅ یوې میرمنې ته په کابینه کې ځای ندی ورکړل شوی.

په غونډې کې آیت الله واعظزاده بهسودي چې په افغانستان کې د شعیه ګانو یو تر ټولو پیژندل شوی مذهبي مشر دی د افغانستان د قومونو تر منځ د یووالي غوښتنه وکړله.

هغه وویل، "راځئ یو بل وبخښو. که اوسنی حکومت غواړي ثابت وي، باید د ټول ولس ملاتړ ورسره وي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په غونډې کې د وینا پر مهال د افغانستان د ولسونو تر منځ د همکارۍ او یووالي غوښتنه وکړله. ښاغلي مجاهد پخپلو خبرو کې وویل چې طالبانو د غچ اخیستو تکل نلري او زیاته یې کړه چې دا ډله د بیلا بیلو قومونو سره په خبرو بوخته ده چې په حکومت کې یې را ګډ کړي او قومي او سیاسي شخړې حل کړي.

په طالبانو دا تور دی چې پخوا یې هزراه ګان زورولي دي. د بشري حقونو د څار ادارې په یو راپور کې ویلي طالبانو په ۱۹۹۸ کال کې په مزار شریف کې هزاره ګان په "ډله ایزه توګه" وژلي او لږ تر لږه ۲ زره غیر نظامي هزاره ګان یې وژلي دي.

خو دا یوازي طالبان ندي چې په افغانستان کې د هزاره ګانو او شعیه ګانو په وژلو او زورولو تورنیږي. پدې قومي اقلیت پدې تیرو دوو لسیزو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې هم څو خونړي بریدونه کړي.

د طالبانو د واک ته رسیدو نه راپدیخوا هم د داعش-خراسان څانګې د افغانستان په څو ولایتونو کې د شعیه ګانو په مسجدونو او هزاره میشتو سیمو کې خونړي بریدونه وکړل.

XS
SM
MD
LG