د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، چې نن د سه شنبې په ورځ (وږي ۶ مه)یې خپره کړې، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د فاریاب ولایت د غورماچ د ولسوالۍ د تیرې ورځې جګړو په اړه تازه معلومات رسنیو سره شریک کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په یوې استولې اعلامیه کې ویلي، چې د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې په وژل شوو ۵۴ طالب وسله والو کې د طالبانو له خوا د بادغیس ولایت لپاره نومول شوی والي قاري محمد ایوب مشهور په لالا او د هغه مرستیال شیخ کریم او هم نهه نور مهم طالب قومندانان شامل دي.
غورماچ سره نږدې دا جګړې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شوې، چې کله افغان ځواکونه د غورماچ ولسوالۍ څخه قیضار ولسوالۍ ته روان وو او طالبانو یې چهارشنبې بازار په سیمه کې مخه ونیوله.
تراوسه وسله والو طالبانو د افغان حکومت د دغې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دمخه معلومات
د افغان ملي پوځ کاروان چې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ نه د قیصار ولسوالۍ پر لور روان و طالبانو پرې د دوشنبې په سهار (اگست ٢٧) حمله وکړه.
د افغانستان د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه نښته د دوشنبې د سهار په شاوخوا ۹:۱۵ بجې د غوراچ ولسوالۍ د چهل گزي په ساحه کې شوې ده. د اعلامیې له مخې یاد شوي کاروان د افغان هوایي ځواک په ملاتړ طالبان "سخت کوبلي" دي.
د افغانستان په شمال کې د ٢٠٩ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي د امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د دغه ٣٥٠ کسیز پوځي کاروان د لارې په اوږدو کې مایونه ایښي وو.
ښاغلي رضایي ویلي دي چې پدغه نښته کې د ملي اردو درې سرتیري او د طالبانو ٥۴ جنگیالي وژل شوي دي. هغه همداشان وویل چې اوس دغه کاروان د قیصار ولسوالۍ ته رسیدلی دی.
تر اوسه نده څرگنده شوې چې آیا په دې جگړه کې ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې او که نه.
د افغانستان د دفاع وزارت اعلامیې نه ده واضیح کړې چې د ملي اردو کاروان په کوم مقصد د قیصار ولسوالۍ ته روان و، خو یو شمیر ولایتي مقاماتو ویلي چې ځواکونه د غورماچ ولسوالۍ نه د وتلو په حال کې وو.
د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب امریکا غږ ته ویلي چې د قواو د کموالي او امنیتي گواښونو د زیاتیدو په وجه ځواکونه د غورماچ ولسوالۍ نه ووتل.
ښاغلي سیلاب زیاته کړه، د ملي اردو کاروان چې د شاهین قول اردو پورې مربوط دی باید ساحه خوشې کړی وای او مسؤلیت یې د هرات د ظفر قول اردو یو کنډک ته سپارلی وای. خو د امریکا غږ خبریال رپوټ ورکوي چې تر اوسه د ظفر قول اردو کنډک پدې ولسوالۍ کې ندی ځای پر ځای شوی.
د طالبانو یو ویاند په ټویټر کې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې پدې حمله کې یې د ملي اردو څو وسایط تخریب کړي دي او یو شمیر نور وسایط او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.