د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان پامیر ولسوالۍ کې د 'سختې تنفسي ناروغۍ' خپرېدل، ۱۷ کسان مړه شوي


د بدخشان واخان سیمه
د بدخشان واخان سیمه

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د بدخشان ولایت په یوې لیري پرتې ولسوالۍ پامیر کې د «سختې تنفسي ناروغۍ» له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي دي.

دغه سازمان پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال په دغه ولسوالۍ کې د سختې تنفسي ناروغۍ ۹۷ پيښې ثبت شوي دي او ناروغانو ته د رسیدګي هڅې روانې دي.

د یاد سازمان په وینا، په دغه ولسوالۍ کې د دغه ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره، اوس مهال په بدخشان کې د طالبانو له سیمه ییزو مسؤلینو سره په اړیکه کې دي او پامیر ولسوالۍ ته روغتیايي ټېمونو استول شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د لارو خرابولی او سړه هوا د پامیر ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو رسولو په مخ کې لوی خنډونه دي. خو زیاتوي چې د دغه ستونز سره سره، هغوی یادې سیمې ته روغتیايي مواد او درمل لېږلي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویلي و چې د بدخشان ولایت په پامیر ولسوالۍ کې د یوې سختې تنفسي ناروغۍ تر خپرېدو وروسته یې دغه ولسوالۍ ته روغتیايي ټېمونه لېږلي دي.

د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امریکا غږ ته وویل چې یادې سیمې ته د روغتیايي ټېمونو له رسېدو او ناروغانو تر درملنې وروسته ددغه ناروغۍ د لا خپرېدو مخه نیول شوې ده.

یو شمېر ډاکتران وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ځينو سیمو کې د تنفسي ناروغیو پيښې په بېساري ډول زیاتې شوي دي.

د افغانستان په یو دولتي روغتون کې موظف ډاکتر عبدالحسیب نصرت د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۸ (سلواغې اتمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه ناروغۍ د افغانستان په ځینو سیمو کې د پاخه عمر کسانو او ماشومانو کې زیاته شوې ده.

ښاغلي نصرت وویل: "د دغه ناروغیو زیاتېدو یو لامل، په ماشومتوب کې د واکسینونونو نه کول دي، په ځانګړي ډول د شري واکسین، د سینه و بغل او ځینې نور واکسینونونه چې د ماشومتوب پر مهال تطبیق کیږي او د بدن معافیت لوړوي."

نوموړي زیاته کړه چې په تنفسي ناروغۍ اخته کسانو ته باید پر وخت توجه وشي. هغه وویل که چیري پر وخت ورته پاملرنه ونشي د بدخشان د پامیر ولسوالۍ په شان پېښه به تکرار شي.

پامیر د افغانستان د بدخشان ولایت له لیري پرتو ولسوالیو څخه ده چې اکثره اوسېدونکي ی قرغیز دي. دغه خلک د ژوندانه له زیاتو پرمختګونو څخه محروم دي او حتا معیاري روغتون ته هم لاس رسئ نلري.

تر دې مخکې ددغه ولسوالۍ اوسېدونکو د تنفسي ناروغۍ زیاتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړې وه او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې دوی هڅه کوي د ژمي تر رارسېدو او لارو تر بندېدو مخکې د افغانستان لیري پرتو سیمو ته روغتیايي امکانات ورسوي.

د دغه سازمان په وینا د افغانستان ۹۱ ولسوالیو کې یې شاوخوا ۷۰۰ ټنه روغتیايي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي چې د دری میاشتو لپاره به کافي وي.

XS
SM
MD
LG