د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د دوو ریل ګاډو ټکر لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د هند په بنګال ایالت کې دوو ریل ګاډو ټکر کړی.
د هند په بنګال ایالت کې دوو ریل ګاډو ټکر کړی.

د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې د دوشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۸) د یو مسافر وړونکي ریل ګاډي سره د سوداګریزو توکو د لیږدوونکي یو ریل ګاډي د ټکر له کبله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

په ځايي رسنیو کې ددغو ریل ګاډو تصویرونه ښودل شوي چې ډبې یې له پټلۍ اوښتي او د یو بل په سر پرتې دي.

پولیس وايي د پېښې په ځای کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون دوام لري.

د ځايي پولیسو مشر افتخار الحسن مخکې فرانس پرس ته وویل: "موږ تائید کړې چې اووه تنه مړه شوي او ۳۹ ژوبل کسان روغتون ته لیږدول شوي دي."

د ریل ګاډو د محافظت د ادارې چارواکي راجیش کومار سینګ فرانس پرس ته وویل: "موږ د یو ریل ګاډي د چلوونکي او د یو ساتونکي جسدونه ولیدل چې راایستل شوي وو. ښايي نور جسدونه هم د حادثې په ځای کې وي."

د هند صدراعظم نریندرا مودي په ټولنیزو شبکو کې خپور شوي یو پیغام کې له هغه کسانو سره خواخوږي ښودلې چې پدې پېښه کې یې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي او زیاته کړې یې ده چې "د ژغورنې عملیات روان دي."

دا د هند د زاړه ریل ګاډي سیستم کې، چې هره ورځ یې په میلیونونو انسانان استعمالوي، وروستۍ خونړۍ پېښه ده.

'خواشینوونکې'

د لویدیځ بنګال اعلی وزیر ممتا بنرجي په ټولنیزو شبکو کې په خپاره کړي یو پیغام کې دا پېښه "خواشینوونکې" بللې ده.

بنرجي وویل: "ډاکټران، امبولانسونه او د ژغورنې ډلې د مرستې لپاره سیمې ته استول شوي او د ژغورنې عملیات پیل شوي دي."

بنرجي وویل چې پیښه د دارجیلینګ په فانسیدوا سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو د سوداګریزو تولو لیږدوونکی ریل ګاډی د "کنچنجنګا اکسپریس" په نوم یو مسافر وړونکي ریل ګاډي سره وجنګېد.

هند د نړۍ یوه ترټولو ستره د ریل ګاډو شبکه لري چې په وروستیو کلونو کې د خونړیو پيښو شاهده ده. ترټولو خونړۍ پېښه په ۱۹۸۱ کال کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ریل ګاډی په بهار ایالت کې له یو پله ولوېد او شاوخوا ۸۰۰ کسان پکې مړه شول.

تېر کال په جون کې د اودیشا په ایالت کې د دریو ریل ګاډو د ټکر له کبله لږ تر لږه ۳۰۰ کسان مړه شوي وو.

هند په وروستیو کلونو کې د ریل ګاډو د شبکې د عصري کولو په برخه کې په زیاته اندازه پانګه اچونه کړې ده او پلان لري چې د ریل ګاډو لپاره نوي تمځایونه او د ترافیکي اشارو پرمختللي سیستمونه ورغوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG