د هند په موسوري ښار کې د ساووي هوټل د جوړیدو راهیسې تر اوسه د وتلو سیاسي څیرو او د مختلفو هیوادونو د استازو کوربتوب کړی دی. په ۱۹۲۰ کال کې په دې ځای کې د افغانستان او د بریتانوي هند یو شمیر استازو د سولې د تړون په اړه سره لیدنه کړې ده. ددې هوټل په یوه څنډه کې یو افغان سلطنتي رستورانت هم شته چې ټول کارکوونکي یې د افغانستان محلي جامې اغوندي او هلته د افغاني ظروفو څخه کار اخیستل کیږي. .
ویدیو: شیلپی بترا - امریکاغږ