د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړي ځل د سعودي څخه یوه ښځه نړیوال هوايي سټېشن ته ولاړه


ټاکل شوې دا ټیم به په نړیوال فضایي سټیشن کې لس ورځې تیرې کړي او شل بیلا بیلې تجربې به وکړي.
ټاکل شوې دا ټیم به په نړیوال فضایي سټیشن کې لس ورځې تیرې کړي او شل بیلا بیلې تجربې به وکړي.

د سعودي عربستان دوه فضا نوردان چې یوه یې میرمن او بل یې نارینه دی یکشنبه مې ۲۱ (غوایي۳۱) د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت څخه په شخصي هوایي بیړۍ کې نړیوال فضایي سټیشن ته په ماموریت روان شول.

نړیوال فضایي سټیشتن ته دا سفر د Axiom Space په نامه شرکت ترتیب کړی او دویم ځل دی چې یوه شخصي هوایي بیړۍ نړیوال فضایي سټیشن ته په ماموریت ځي.

پدې بیړۍ کې ریانه برناوي چې د سینې د سرطان څیړونکې ده د سعودي عربستان لومړنۍ اوسیدونکې شوه چې د خپل بل هیوادوال علي القارني سره نړیوال فضایي سټیشن ته ځي. ښاغلي قارنی د جنګي الوتکو پیلوټ دی.

د دوي سره په سفر کې د متحده ایالاتو د فضایي چارو ادارې یوه پخوانۍ ستورمزلې پیګي ویټسن هم برخه لري او دا یې څلورم ځل دی چې نړیوال فضایي سټیشن ته سفر کوي. د بیړۍ چلوونکی یو امریکایي سوداګر جان شوفنر هم د هغوي د سفر ملګری دی.

ټاکل شوې چې دوي به دوشنبه سهار په ۹:۲۵ ورسیږي او لس ورځې به په نړیوال فضایي سټیشن کې تیرې کړي. د سعودي عربستان ستورمزلې څه موده وړاندې په یو خبري کنفرانس کې ویلي و چې دا سفر ورته یو ویاړ دی او د هغه څیړنو په هکله هم خوښه وه چې پدې سفر کې به ی ېوکړي.

میرمن برناوي ویلي چې د نړیوال فضایي سټیشن څخه به خپله تجربه په مستقیمه توګه د ماشومانو سره شریکوي.

په همدې حال کې القارني چې د جنګي الوتکو د پیلوټ ډیره سابقه لري وایي تل یې غوښتل د هغو څیزونو په هکله معلومات تر لاسه کړي چې تر اوسه یې ندي لیدلي.

هغه وایي د ستورو تر څنګ سفر کول ورته ستر فرصت دی.

ټاکل شوې چې دا ټیم به په نړیوال فضایي سټیشن کې شل بیلا بیلې تجربې وکړي.

په نړیوال فضایي سټیشن کې وار د مخه ۷ تنه دیره دي چې درې یې روسان، درې یې امریکایان او یو یې د عربي متحده اماراتو یو اوسیدونکی دی. هغه لومړنی عرب دی چې تیره میاشت په په فضا کې وګرځید.

دا د سعودي عربستان د شاهي دولت وروستی اقدام دی چې د خپل خورا محافظه کار انځور رغونه کوي. خو دا فضا ته د تیلو ددې بډایه هیواد لومړی سفر ندی.

په ۱۹۸۵ کې، د هوايي ځواک پیلوټ شهزاده سلطان بن سلمان بن عبدالعزیز، د متحده ایالاتو لخوا تنظیم شوي فضايي سفر کې برخه واخیسته.

د سعودي عربستان تر څنګ عربي متحده اماراتو د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې یوه فضایي بیړۍ د مریخ مدار ته ورسوله او پدې توګه لومړنی عربي هیواد شو چې دا ډول یو فضایي ماموریت یې ترسره کړ.

اماراتو همدارنګه خپله یوه تبعه، ۲۷ کلنه نورا المطروشي د امریکا د متحده ایالاتو د فضایي چارو په ادارې ناسا کې د ۲۰۲۱ کال د زده کړو د پروګرام لپاره انتخاب کړې. د دوبۍ د محمد بن رشید فضایي مرکز ویلي، نورا المطروشي چې د عربي متحده اماراتو د ابو ظهبۍ د پطرولیم په ساختماني کمپنۍ کې د انجینرې په توګه کار کوي د ۴۳۰۰ کاندیدانو له ډلې نه انتخاب شوې ده.

عربي متحده امارات په پام کې لري چې د ۲۰۲۴ کال پورې خپله یوه فضایي بیړۍ سپوږمۍ ته هم واستوي او واندوینه کوي چې تر ۲۱۱۷ کال پورې به وکړای شي په مریخ کې د ژوند کولو خیال په واقعیت بدل کاندي.

XS
SM
MD
LG