۲۴ کلنه روسۍ نجلۍ اولیسیا سمینووا د بریښنا د شارتۍ په وجه هغه وخت مړه شوه چې د حمام کولو پر وخت یې د چارج کیدو په حال کې موبایل تلیفون په اوبو کې ولوید.
د روسیې د بیړنیو خدماتو د ادارې له قوله روسي رسنیو رپوټ ورکړی چې د اولیسیا سره یو ځای اوسیدونکې داریا، د هغې مړی په حمام کې وموند.
داریا ویلي دي: "چغې مې کړې، هغه مې وخوځوله، خو د بدن رنګ یې بدل شوی و، ساه یې نشوه ایستلی او د ژوند نښه په کې نه لیدل کیدله...واقعاً ډاریدلې وم، کله مې چې د هغې په بدن لاس کښیښود برق راته ټکان راکړ."
هغې ویلي چې لا هم د اولیسیا آیفون د اوبو په منځ کې د چارج کیدو په حال کې و.
د روسیې د بیړنیو خدماتو ادارې کارکوونکو تائید کړې چې دغه ځوانه نجلۍ د برق نیولو په وجه مړه شوی ده.
اولیسیا چې د کالیو خرڅولو په یوه مغازه کې یې کار کاوه، یو کال مخکې یې هم د حمام کولو پر وخت خپل یو سلفي عکس په انستګرام کې خپور کړی و.
تیر کال د روسیې مشهوره پوکربازه لیلیا نوفیکووا د موبایل تلیفون د شارتۍ له وجه چې د حمام په اوبو کې ترې لویدلی و، مړه شوی وه.