د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د طالبانو په رسمیت پیژندلو ته مو شرط ټولشموله حکومت دی


روسیې یو ځل بیا د طالبانو په رسمیت پیژندلو ته لیوالتیا ښودلې او د دې کار لپاره یې د طالبانو لخوا د ټولشموله حکومت جوړول شرط ټاکلی.

د افغانستان د چارو لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دې هیواد د "یو" تلویزیوني چینل سره په مرکې کې ویلي چې د روسیې لخوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو احتمال شته.

د تاس خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې ښاغلي کابلوف پدې مرکې کې ویلي چې روسیه به پرته لدې چې د متحده ایالاتو او یا بل کوم هیواد لید لوري ته پام وکړي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو برخې کې به اقدام وکاندي.

کابلوف پدې مرکې کې ویلي "داسې یوه هیله مندي شته. جمهور رئیس (پوتین) او د بهرنیو چارو وزیر (لاوروف) د روسیې شرایط واضح کړي. داسې ټولشموله حکومت چې ټول قومونه او سیاسي ډلې پکې برخه ولري، باید د دې کار لپاره لومړنی اقدام وي. مونږ پدې هکله هیڅ نه پټوو او دا په واضح توګه خپلو افغان شریکانو ته وایو. که چیرته داسې یو څه (ټولشموله حکومت جوړیدل) وشي، د جدي بحث لپاره اساس شته دی. مونږ پرته لدې چې وګورو امریکا او نور هیوادونه څه کوي، اقدام به وکړو".

متحده ایالاتو او لویدیځو متحدینو یې هم د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره د داسې ټولشموله حکومت جوړیدل شرط ایښی چې د ټولو سیاسي ګوندونو، مذهبونو، قومونو او اقلیتونو استازي برخه پکې ولري، شرط ایښی او تر څنګ یې د میرمنو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی کول د طالبانو سره د تعامل کولو لپاره شرط ټاکلی.

د روسیې د جمهوري ریاست ځانګړي استازي پدې مرکې ویلي، "د واک د ساتلو لپاره هغوي (طالبان) باید پدې (ټولشموله حکومت جوړیدو) موافقه وکړي".

د طالبانو د حکومت اوسني غړي ډیری پښتانه دي او د دې ډلې او حقاني شبکې اړوند کسان دي. د طالبانو د حکومت په جوړښت نه یوازې د افغانستان سیاسي ډلې او د مخکني حکومت مهمو اشخاصو انتقادونه کړي، بلکې تازه داسې پیښې هم لیدل شوي چې د دې ډلې یو شمیر غیر پښتنو هم په روان وضعیت ناخوښي ښودلي.

په تازه مورد کې یو شمیر سیمه ایزو رسنیو د طالبانو د حکومت او د یادې ډلې د یو سیمه ایز قومندان مولوي مهدي مجاهد ترمنځ د اختلافاتو د رامنځ ته کیدو خبر ورکړی دی.

راپورونه وایي چې طالبانو په دې وروستیو کې هزار طالب قومندان مولوي مهدي مجاهد د بامیان ولایت د استخباراتو د ریاست له مقام څخه ګوښه کړی دی.

مولوي مهدي ویلي دي په دې وروستیو کې د طالبانو څو پلاوي ورغلي څو اختلافات هوار شي

خو بل پلو بیا طالبان ادعا لري چې حکومت یې ټولشموله دی. دې ډلې څو میاشتې وړاندې یو کمیسیون هم جوړ کړ چې د افغانستان د حکومت د پخوانیو چارواکو او مهمو شخصیتونو سره چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته یې هیواد پریښی، اړیکې ونیسي او هغوي بیرته هیواد ته ستنیدو ته وهڅوي.

د طالبانو ددې هڅو له کبله ډیر لږ شمیر پخواني افغان چارواکي او مخور هیواد ته ستانه شوي.

یو شمیر تحلیلګران په دې باور دي چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې د طالبانو د لومړۍ دورې برخلاف چې د افغانستان کابو ټولې نظامي، سیاسي او اقتصادي چارې د ملا محمد عمر سره وې، د طالبانو د حاکمیت په دویمه دوره کې متعددې ډلې د واک د ټینګښت په برخه کې په پریکړو کې ونډه لري.

په قطر کې د افغانستان د پخواني حکومت شارژدافیر عظیم الله ورسجي چې د پخواني حکومت د سولې مذاکرات یې له نږدې څارل امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د اختلافاتو لویه برخه "قومي ریښه" لري او دا ډول اختلافات ممکن د خونړیو جګړو لامل شي.

XS
SM
MD
LG