د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د جګړې اوومه ورځ؛ ۸۳۶زره اوکراینیان مهاجر شوي


نن چهارشنبه مارچ دوهمه (کب ۱۱) په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اوومه ورځ روسیې د اوکراین د ختیځ ساحلي ښار خیرسن د نیولو ادعا وکړه او د اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیف په کوڅو کې د جګړې رپوټ ورکړل شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې تر اوسه ۸۳۶زره اوکراینیان د جګړې په وجه مهاجر شوي دي.

د فرانس پرس اژانس د جګړې د دواړو اړخونو د اعلامیو او د لویدیځ د دفاعي او استخباراتي سرچینو او د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو په اساس د اوکراین د جګړې انځور وړاندې کړی دی.

پوځي حالات

روسیه وایي د تورې بحیرې په غاړه د اوکراین د خیرسن ښار بشپړه کنترول یې ترلاسه کړی دی. خو ددې ښار ښاروال وایي «مونږ لا هم اوکراین یو. لا هم ټینګ ولاړ یو.»

اوکراین وایي چې روسي پاراشوتي ځواکونه همداشان د اوکراین په دوهم ستر ښار په خارکیف کې کښته شوي او د اوکراین پوځ ویلي چې د خارکیف په کوڅو کې جګړه روانه ده.

د بیړنیو خدماتو ادارې د خارکیف په ډزو کې د څلورو تنو د وژل کیدو او نهه تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی. د فرانس پرس اژانس خبریالانو په خارکیف کې د امنیتي چارو، پولیسو او پوهنتون ودانۍ لیدلي چې په راکټو لګیدلې دي.

روسیې د پلازمینې کیف د لویدیځ او جنوبي برخو په ګډون د اوکراین په ښارونو بمباریو ته زور ورکړی دی. د لویدیځو هیوادونو څارونکي د کیف بهر د روسي ځواکونو کاروان لیدلی او وایي چې ښار د ممکن برید لپاره تیار دی. اسپانیا وروستی هیواد دی چې اوکراین ته یې د «پوځي مهماتو » د ورکولو اعلان کړی دی.

د پوځيانو مرګ ژوبله

اوکراین ادعا کړې چې د چهارشنبې تر ورځې مارچ دوهمې پورې ۵۸۴۰ روسي سرتیري وژل شوي دي، هغه ادعا چې په خپلواکه توګه نشي تائیدای.

روسیه دا مني چې مرګ ژوبله ورته اوښتې، خو تر اوسه یې شمیرې ندي په ډاګه کړي.

د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې چې ځواکونو یې د اوکراین د پوځ د ۵۸ الوتکو، ۴۶ ډرونونو او ۴۷۲ ټانکونو په ګډون څه دپاسه ۱۵۰۰ عناصر له منځه وړي دي.

خو اوکراین د دومره پوځي وسایطو او عناصرو له لاسه ورکول رد کړي دي.

بشري تلفات - مهاجرت

د کیف د تلویزیون په برج باندې د روسي پوځیانو د سه شنبې د ورځې په برید کې پنځه تنه وژل شوي دي. اوکراین وایي چې تر اوسه د روسیې پوځ په یرغل کې ۳۵۰ تنه ملکي اوکراینیان وژل شوي چې ۱۴ تنه ماشومان په کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو سازمان ویلي چې تر اوسه د جګړې څخه ۸۳۶۰۰۰ اوکراینیان تښتیدلي دي.

دغې ادارې ویلي چې په کل کې ۸۳۵۹۲۸ کسان د اوکراین له پولو څخه ګاونډیو هیوادونو ته اوښتي دي چې له نیمایي څخه زیات یې پولنډ ته تللي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې اوسمهال ۴۵۴۰۰۰ اوکرایني مهاجر په پولنډ کې دي، همداشان ۱۱۶۰۰۰ هنګري، ۶۷زرو سلواکیا، ۶۵زرو ملدووا، ۴۳زرو روسیې، ۳۸زرو رومانیا او ۳۵۰ تنو بیلاروس ته پناه وړې ده.

همداشان ددې جملې څخه ۵۲زره اوکرایان نورو اروپایي هیوادونو ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG