د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: لویدیځ په اوکراین کې په مستقیمه توګه مسکو سره جګړه کوي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وایي د اوکراین سره د لویدیځو هیوادونو د وسلو ملاتړ پدې معنی دی چې دا هیوادونه په مستقیمه توګه د مسکو سره په جګړې کې داخل دي.

ښاغلي لاوروف شنبه سپټمبر ۲۳ (تلې اول) د ملګرو ملتونو په عمومي مرکز کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، " تاسو چې ورته هر څه وایاست، خو هغوي (لویدیځ هیوادونه) زمونږ سره جګړه کوي. هغوي زمونږ سره مخامخ جګړه کوي".

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن په ګډون د لویدیځو هیوادونو مشرانو ویلي چې د روسیې سره هیڅ وخت مخامخ جګړه نه غواړي او ښاغلي بایډن خو آن دا ویلي چې اوکراین ته به سرتیرې وانستوي خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د میلیاردو ډالرو په ارښت د وسلو ورکړه د جګړې په معنی ده.

سرګې لاوروف وویل چې د تیر کال راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو کیف ته د وسلو تر څنګ امریکا و برتانیې ورسره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو کې هم مرسته کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د غربي هیوادونو همدا مرستې او په اوکراین کې د برتانیې او امریکا د نظامي سلاکارانو موجودیت په معنی چې لویدیځ هیوادونه " د اوکراینیانو د لاسونو او وجود څخه په ګټه اخیستو په حقیقت کې زمونږ سره جګړه کوي".

هغه زیاته کړه، " فکر کوم دلته موجود کسان چې په اوکراین کې وضعیت ته څه نا څه پام کوي، پدې پوهیږي چې امریکایان، برتانویان او نور په لومړي قدم کې د وسلو په ورکولو سره، جګړه کوي".

د روسیې دې جګپوړي دیپلومات همدارنګه وویل چې په اوکراین کې د لویدیځو هیوادونو "اجیر سرتیري" شته دي خو د متحده ایالاتو په ګډون غربي حکومتونه وایي خپل وګړي نه هڅوي چې اوکراین ته د جګړې لپاره ولاړ شي.

سرګې لاوروف دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال ویلي و چې د امنیت په شوار کې د روسیې د ویټو حق دې واخیستل شي.

ښاغلي زیلینسکي د متحده ایالاتو د جمهور رئیس او نورو لویدیځو مشرانو سره په ملاقاتونو کې د نورو وسلو غوښتنه کړې.

زیلینسکي داسې مهال واشنګټن ته راغلی و چې اوکرایني ځواکونو د روسیې څخه د ځینو سیمو د بیرته نیولو لپاره د ځوابي برید عملیات پیل کړي او د غربي هیوادونو څخه یې د نورو وسلو غوښتنه کړې.

هغه د همدې روانې سپټمبر میاشتې په ۸ مې خبرداری ورکړی و چې د غربي هیوادونو لخوا د وسلو لیږد کې ورو والی د ځوابي برید عملیات د خطر سره مخ کړي او د روسي ځواکونو په شا تمبولو لپاره یې د نورو قوي او اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې.

اوکراین د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې وروسته تر هغه چې د غربي هیوادونو څخه یې ځینې وسلې تر لاسه کړلې، د روسي ځواکونو څخه د هیواد د یو شمیر برخو بیرته نیولو لپاره ځوابي بریدونه پیل کړل خو دا چې د کیف ځواکونه د روسیې د ځواکونو د قوي سنګرونو سره مخ دي، تر اوسه یې په جګړې کې ډیر پرمختګ ندی کړی.

سره لدې لویدیځو هیوادونو ویلي چې د اوکراین د ځوابي برید عملیات په بریالۍ روان دي خو جمهور رئیس زیلینسکي خبرداری ورکړی هر څومره چې د وسلو ورکړه ځنډیږي، هماغومره ډیر خلک زیانمنیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG