د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه ادعا کوي د اوکراین ۴۲ بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلي دي


د روسیې د دفاع وزارت ادعا کوي د کریمیا په سیمه کې چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د خپلې خاورې سره یو ځای کړله، ۴۲ بې پیلوټه یا ډرون الوتکې ویشتلي او نسکورې کړي چې ادعا کوي اوکراین استولې وې.

د روسیې د دفاع وزارت جمعه اګست ۲۵ (وږي ۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ۹ ډرون الوتکې د هوایي دفاع ځواکونو ویشتلي او پاتې ۳۳ یې د جګړې کولو په بریښنایي وسیلو ویشتل شوي او نسکورې شویدي.

ددې وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا پدې پیښې کې کوم چا ته د سر او مال زیان هم رسیدلی که نه.

دا لومړی ځل ندی چې روسیه د دا شان الوتکو د ویشتلو او نسکورولو ادعاوې کوي.

روسیې د روانې اګست میاشتې په ۱۲ مې هم ادعا کړې وه چې د کریمیا ټاپو وزمې ته څېرمه یې ۲۰ بې پیلوټه اوکرایني الوتکې (ډرون) ویشتلې دي.

د روسیې دفاع وزارت د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي، چې څوارلس بې پیلوټه الوتکې د هوایی دفاع سیسټم او شپږ نورې د الکترونیکي وسایلو پر مټ نسکورې شوې.

په اوکراین کې د روسیې تر کنترول لاندې سیمو او د روسیې پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وروسته له هغه زیات شوي چې د می میاشتې په لومړیو کې د کرملین دپاسه یو ډرون وویشتل شو.

اوکراين تقريباً هيڅکله په ښکاره د دغو بريدونو مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی، خو وايي چې د روسيې د پوځي بنسټونو ويجاړول د کيف د ځوابي بريدونو لپاره ډېر اهميت لري.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې یعنی اته کاله مخکې له دې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د پوځي یرغل امر وکړي، کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړې وه.

روسیه داسې مهال ددې الوتکو د ویشلتو ادعا کوي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۴ اعلان وکړ چې د اوکراین امنیتي ځواکونو ته به د ایف -۱۶ جنګي جیټ الوتکو څخه د کار اخیستو لپاره روزنه ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې روزنه به د اریزونا ایالت د ملي ګارډ د موریس په اډې کې پیل شي او د ملي ګارډ د هوایي ځواکونو ۱۶۲ څانګه به یې مسؤلیت په غاړه ولري.

وزارت ویلي چې لومړی به د اوکراین د امنیتي ځواکونو دا غړي چې د روزنې لپاره غوره شوي، د انګریزي ژبه زده کړي او ټاکل شوې چې روزنه به د همدې روان ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې پیل شي.

د پنټاګون ویاند پاټ رایډر وویل، په دغه روزنیز پروګرام کې به ددې الوتکو "څو" پیلوټان او په "لسګونو" د مراقبت پرسونل غړي شامل وي.

رایډر وویل: "دا پیلوټان به په سپتمبر کې د ټکزاس په سان انټونیو کې د لاکلنډ په هوايي اډه کې د انګلیسي ژبې د زده کړې په کورس کې له ګډون وروسته، ورپسې میاشت په اریزونا کې د ایف-۱۶ د الوځولو په روزنه کې شامل شي."

هغه زیاته کړه چې د پیلوټانو دا روزنه د اریزونا ایالت په "موریس ایر" ملي ګارډ اډې کې ترسره کیږي.

د متحده ایالاتو یو شمېر اروپایي متحدینو له وړاندې اعلان کړی و چې د امریکايي ایف-۱۶ الوتکو د استعمالولو دپاره اوکرایني پرسونل روزي.

د متحده ایالاتو د دې اعلان څخه وړاندې هالنډ، ناروې او ډنمارک ژمنه کړې وه چې یو شمیر ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکې چې په امریکا کې جوړیږي، اوکراین ته په بلاعوضه توګه ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG