د لاس رسي وړ اتصالات

آر ایس ایف: د بیان آزادي دې د سولې د خبرو قرباني نه شي


د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنه یا آر ایس ایف ټینګار کړی له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د بشري حقونو نړیوالو کنوانسیونونو ته درناوی باید د مذاکراتو د اصلي شرط په توګه وي.

"آر ایس ایف" په یوه اعلامیه کې، چې نن د جهارشنبې په ورځ «لیندۍ ۱۴ مه» یې خپره کړې، د سولې په خبرو کې له ټولو ښکېلو هېوادونو غوښتي، چې د رسنیو او خبریالانو د خپلواکۍ لپاره دې جدي هڅې وکړي.

د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې" آر ایس ایف" په دغه اعلامیه کې د امریکا د متحده ایالاتو له هڅو او په دې برخه کې افغانستان او سیمې ته د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفرونو، په قطر کې د طالبانو له استازو سره د هغه د کتنو، د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو د ځنډولو لپاره هڅې، تېره میلادي میاشت په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د نړیوالو هڅو د بیلګې په توګه یادې کړي دي.

د ارایس ایف" د افغانستان د دفتر رئیس رضا معیني
د ارایس ایف" د افغانستان د دفتر رئیس رضا معیني

په دغه اعلامیه کې د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې" آر ایس ایف" د افغانستان د دفتر رئیس رضا معیني له خولې ویل شوي:" باید د طالبانو سره د هر دول خبرو له پیل وړاندې یو شرط د نړیوالو بشر دوستانه تعهداتو منل او له هرڅه مخکې د ژنیو کنوانیسون اوسي او تر هغه مهاله، چې طالبانو رسمآ د دغو تعهداتو منل اعلان کړي نه وي د سولې په اړه دې خبرې ترسره نه شي".

"آر ایس ایف" دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کړي، چې دغې ټولنې ویلي، د ۲۰۰۱ کال راهیسې، چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنګ شوی په دغه هېواد کې د ۱۶ بهرنیو خبریالانو په ګډون ۶۶ خبریالان وژل شوي او په همدې موده کې تر ۳۰ زیاتو رسنیو باندې بریدونه شوي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې ویلي، چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې په سلګونو ګواښونه ثبت شوي، چې د دغې ټولنې پر وینا اکثره یې د طالبانو د ډلې خوا ترسره شوي دي.

دغې ټولنې د افغان حکومت کې دننه سرچینو د وینا له مخې ویلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ادارې په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي "آر ایس ایف" ته ویلي، چې د سولې د خبرو لپاره له خبرو وړاندې هېڅ شرط نشته دی.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي ویلي:" د سولې په خبرو کې شرطونه شته دي، د جمهور رئیس سره د ټولو قشرونو د استازو په کتنو کې د بیان د ازادۍ په ګډون د لاس ته راوړنو په ساتلو ټینګار شوی دی".

د ښاغلي مرتضوي پر وینا افغان حکومت د سولې د خبرو په بهیر کې د افغانانو د اساسي غوښتنو پلي کېدو ته ژمن دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس د تېرې دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا غونډې ته په وینا کې وویل، چې د سولې خبرو ته مخکې له مخکې شرط نشته، خو د خبرو په بهیر کې به په ټولو مسلو بحث وشي او د افغانستان د خلکو لاس ته راوړنو او اساسي قانون ساتل په لومړیتوب کې ځای لري.

د بې پولې راپورورکوونکو ټولنې په دغه اعلامیه کې د طالبانو د یو ویاند ذبیح الله مجاهد د قوله ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو طرف امریکا ده، نه افغان حکومت.

افغان طالبان
افغان طالبان

د طالبانو ویاند ویلي:" هغه څه، چې د شریعت سره په ټکر کې واقع نه شي، د بیان ازادي یو اصل دی، ښه ده او د ملت لپاره ګټوره ده، دا چې په دې معنی اوسي، چې د خلکو ستونزې مسولینو غوږونو ته ورسوي او هغه شیان، چې پرې کار وشي، دعوت، تشویق او تبلغات د ټولنې د پرمختګ لپاره ".

خو طالبانو د " لودیځوالو په تعبیر" د بیان ازادۍ او اطلاع رسولو سبک ته پابندي ممکننه نه ده ګڼلې.

"آر ایس ایف" په دغه اعلامیه کې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پرته د سولې ټینګېدل ناممکن ګڼلي دي.

XS
SM
MD
LG