د لاس رسي وړ اتصالات

هرات زندان کې د بندیانو اوساتوونکو ترمنځ نښته کې اته تنه وژل شوي


 د هرات چارواکي وايي، په مرکزي زندان کې وضعیت بیرته ارام شوی دی
د هرات چارواکي وايي، په مرکزي زندان کې وضعیت بیرته ارام شوی دی

د هرات ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د بندیانو او د زندان د ساتوونکو ترمنځ په نښته کې اته بندیان مړه شوي او د څلورو پولیسو په ګډون دولس تنه ټپیان شوي دي.

پیښه د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ ( لړم ۷) د ورځې ناوخته رامنځ ته شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا سره په مرکه کې د پیښې علت د امنیتي ادارو له خوا په زندان کې د اصلاحاتو د پلي کولو سره د بندیانو مخالفت وښود او ویې ویل،چې د بندیانو او د زندان د ساتوونکو ترمنځ هغه مهال تاوتریخوالی پیښ شو، چې امنیتي چارواکو د زندان په بیلابیلو برخوکې اصلاحات راوستل.

خو ښاغلي فرهاد د اصلاحاتو په اړه نور جزئیات ورنکړل.

ښاغلي فرهاد وویل، چې د تاوتریخوالي په دې پیښه کې څو بندیان او د زندان ساتوونکي ټپیان شوي دي.

خو د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند رفیق شیرزي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د دغه ولایت د مرکزي زندان څخه د اتو بندیانو مړي د ولایت حوزوي روغتون ته ور وړل شوي، چې یو تن په ډزو او اوه تنه نور د نا معلومو موادو پر خوړلو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي شیرزي وویل، چې له زندان څخه ۱۲ ټپیان هم دغه روغتون ته وروړل شوي، چې اته یې بندیان دي، چې په ډزو ټپیان شوي او څلور نور یې پولیس دي، چې وهل شوي او ډبول شوي دي.

په ځینو رپوټونو کې په دې پیښه کې د ۳۰ تنو د ټپي کیدو خبرونه هم خپاره شوي، خو د هرات ولایتي چارواکو دا راپورونه نه دي تائید کړي.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، په زندان کې وضعیت بیرته تر کنټرول لاندې راغلی دی او اوس وضعیت ارام دی.

XS
SM
MD
LG