د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د زندانیانو دوسیې له سره څیړل کیږي


د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د څرخي پله له زندانیانو سره د لیدنې پر مهال له هغوی سره ژمنه کړې، چې د ټولو دوسیې به له سره وڅیړل شي.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ (وږي ۲۱) د څرخي پله له بندیانو سره لیدنه وکړه او په زندان کې یې د یو شمیر نویو ودانیو د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده.

ارګ په یو بیان کې ویلي، چې د زندانیانو دوسیې د عدالت د تطبیق لپاره له سره څیړل کیږي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د زندانیانو د دوسیو پر بیا څیړنې ټینګار کړی، چې د جمعې په ورځ د څرخي پله د زندان ۷۴ بندیان، له تروریستي او جنایاتکارو ډلو سره د اړیکې درلودلو په تور، د بګرام زندان ته انتقال شول.

د حکومت دغه اقدام د یو شمیر نورو زندانیانو د راپاریدو لامل شو، خو د امنیتي ځواکونو له منځګړیتوب وروسته، د زندان وضعیت بیرته عادي حالت ته وګرځید.

په بیانه کې دغه راز راغلي، چې ولسمشر غني، نن سهار د څرخي پله زندان د ۵۰ بستریز روغتون، اداري ودانۍ او نوي بلاک د بنسټ ډبره هم کیښوده.

د ارګ د معلوماتو پر بنسټ د دغه زندان نوی بلاک د ۳۰۰۰ زندانیانو د ساتنې ظرفیت لري.

افغان حکومت په داسې حال کې د څرخي پله د زندانیانو د اوسیدو د ځای او د روغتیايي وضعیت د ښه‌والي لپاره لاس په کار شوی، چې له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د زندانیانو لپاره د ځای د کموالي او د هغوی د معیشت په تړاو اندیښنې ښودلې وې.

دغه کمیسیون په خپل یو ریپوټ کې، چې د روان کال په غويي میاشت کې خپور شوی ویلي، که څه هم د تیرو کلونو په پرتله د زندانیانو د بشري حقونو وضعیت ښه شوی، خو لا هم د افغانستان په زندانونو کې د ځای کموالی یو له جدي ستونزو څخه دی.

د دغه کمیسیون د ریپوټ پر بنسټ، څه باندې لس زره بندیان د څرخي پله په زندان کې ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG