د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: ټول بې اسناد موټرسایکلونه دې ثبت شي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د موټرسایکلونو خاوندانو ته خبرداری ورکړی چې خپلې واسطې د حکومت سره ثبت او قانوني کړي.

د دغه وزارت په یوې خبرپاڼې کې چې نن سه شنبه مارچ نهمه (کب۱۹) خپره شوې "د تروریستي او جنايي پېښو د مخنیوي لپاره" موټرسایکلونو چلوونکو ته خبرداری ورکړل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په ښارونو کې پر یو موټرسیکل د یو کس نه ډېر سپرېدل هم منع کړي.
د کورنیو چارو وزارت په ښارونو کې پر یو موټرسیکل د یو کس نه ډېر سپرېدل هم منع کړي.

په اعلامیه کې راغلي: "د دولتي ادارو په شمول ټول حقیقي اشخاص اړ دي‌ چې خپل موټرسایکلونه د ټرافیکو ریاست کې ثبت کړي. که کله په دې واسطو تروریستي پېښې ترسره کیږي هغه شخص به یې مسول ګڼل کیږي چې واسطه یې پر نوم ثبت شوې ده."

د کورنیو چارو وزارت په ښارونو کې پر یو موټرسایکل د دوه کسانو سپرېدل هم منع کړي دي. په ورستیو کلونو کې دغه چاره د افغانستان جنوبي ولایت کندهار کې د جنايي جرمونو د راکمولو لپاره پلي شوې ده.

د افغانستان حکومت په داسې حال کې د بې اسنادو موټرسایکلونو پر ثبتېدو ټینګار کوي چې په لویو ښارونو کې ډېر شمېر هدفي او جنايي بریدونه د موټرسایکل په واسطه کیږي.

له دې مخکې هم د کورنیو چارو وزارت د موټرسایکلونو پر چلند محدودیتونه وضعه کړي و خو ولیدل شي چې دا ځل به د دغو واسطو په قانوني کېدو کې ګټور ثابت شي که نه.

XS
SM
MD
LG