د لاس رسي وړ اتصالات

انجلینا جولي د افغان مهاجرو سره همدردي وښوده


میرمن جولي تیره ورځ د لبنان په البقاع وادي کې د سوري مهاجرو د کمپ لیدنه وکړه.
میرمن جولي تیره ورځ د لبنان په البقاع وادي کې د سوري مهاجرو د کمپ لیدنه وکړه.

د ملگرو ملتونو ځانګړې استازې انجیلینا جولي اروپا ته د افغان مهاجرو د مخنیوي او له نورو کډوالو څخه د هغوی بېلول وغندل.

د هالیووډ دغه نامتو هنرمندې د لبنان په البقاع وادي کې د پناه غوښتونکو د یو کمپ څخه د لیدلو پر وخت وویل چې نړۍ باید داسې چلند ونه کړي چې یو کړکیچ حل کړي او بل له پامه وغورځوي.

میرمن پت په ځانګړې توگه په اروپا کې د افغان کډوالو سرګردانۍ ته په اشارې وویل " مشکلاتو ته په جزیي ځواب ویلو سره نه شي کیدای چې وضیعت ښه کړای شي. نشو کولای چې افغانان له نورو مهاجرو څخه جلا کړو او یا پناه غوښتونکي د دین پر بنسټ یو له بل نه بیل کړو."

انجلینا جولي وویل چې چې حکومتونه باید د سوري پناه غوښتونکو او په کلي توګه د مهاجرت د نړیوال کړکیچ په هکله د سمې رهبرۍ نه کار واخلي.

د سوریې پنځه کلنه جګړه د اوسنۍ پېړۍ تر ټولو خراب بشري کړکیچ ګڼل شوی دی. په دغې جګړې کې د سوریې څلور میلیونه او ۸۰۰ زره وګړو هېواد پرېښی دی او شپږ میلیونه او ٦٠٠ زره نور دننه په هېواد کې بې ځایه شوي دي.

انجلینا جولي وویل چې یواځې د کړکیچ ځپلو په مرستې او د فراریانو په مصون کولو سره نه شي کیدای چې د نړۍ کړکیچونه حل شي. هغې ټینګار وکړ چې کړکیچونو ته باید دیپلوماتیکه حل لاره پیدا شي.

څه دپاسه یو میلیون سوري مهاجر د لبنان البقاع وادي د مهاجرو په کمپ کې اوسیږي چې له نیمایي څخه زیات یې حتی ډېرو لومړنیو اساسي اړتیاو لکه غذا، اوبه او پناه ځای ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د سوریې کورنی کړکیچ او د سوري مهاجرو سیلاب د لبنان په شان د سوریې د ګاونډیانو پر زیربنایي منابعو باندې دروند بار دی.

په لبنان کې د سوري مهاجرو شمېر ددې هیواد د نفوس څلورمه برخه ده.

XS
SM
MD
LG