د لاس رسي وړ اتصالات

په غور کې مظاهر کوونکو د "والي دفتر وتړه"


په وروستیو څو میاشتو کې په غور ولایت کې نا امنۍ پراخې شوي او لسګونه تنه په بیلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.
په وروستیو څو میاشتو کې په غور ولایت کې نا امنۍ پراخې شوي او لسګونه تنه په بیلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

د غور ولایت لسګونه اوسېدونکو د دغه ولایت د والي د لیرې کېدو لپاره په مرکز فیروز کوه کې لاریون وکړ.

په دغه لاریون کې یو شمېر مدني فعالانو، د پارلمان غړو او د جګړو د قربانیانو کورنیو نن یکشنبه فبروري ۲۸ (کب لسمه) د غور والي په بې کفایتۍ تورن کړی.

لاریون کوونکي وایي نور محمد کوهنورد د امنیتي بنسټونو سره لازمه همغږي نه لري او دا چاره د ملکي او نظامي تلفاتو د ډېرېدو سبب شوې.

په ولسي جرګې کې د غور یو استازي عبدالظاهر تمیم د لاریون په اړه رسینو ته ویلي: "که ښاغلی کوهنورد خپل کار ته د والي په صفت دوام ورکړي، پر دولت د خلکو اعتبار به له منځه ولاړ شي او خلک به د خپلو ستونزو حلولو لپاره وسله والو مخالفینو ته رجوع وکړي."

د غور ولایت یو مدني فعال حسن حکیمي هم په دې اړه امریکا غږ ته وویل چې د اوسني والي د کار د دوام په صورت کې به د غور د امنیتي چارو سربېره، رغنیزې چارې هم له ستونزو سره مخ شي.

هغه وویل: "د نا امنیو له کبله اوس مهال د غور اته ولسوالیو لارې د خلکو او امینتي ځواکونو پر مخ تړلې پاتې دي."

لاریون کوونکو د غور د والي کاري دفتر وتړه او د یو قطعنامې په لوستلو یې د حکومت له چارواکو وغوښتل چې د دوی ستونزې واوري.

ومو غوښتل په دې اړه د غور د والي څرګندونې هم ولرو خو ښاغلي نور محمد کوهنورد په دې اړه رسنیو ته څه ونه ویل.

په وروستیو څو میاشتو کې په غور ولایت کې نا امنۍ پراخې شوي او لسګونه تنه په بیلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

څو موده مخکې د غور د ولایتي شورا پخوانی مرستیال عبدالرحمن عطشان د ماین په چاودنې کې ووژل شو. له هغه وروسته د غور غږ راډیو مدیر مسؤل بسم الله عادل ایماق هم د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شو او د تیرې جمعې په شپه بیا د هغه ورور له خپلې لور او زوی سره ووژل شول.

XS
SM
MD
LG