د لاس رسي وړ اتصالات

د جنګي جنایاتو ادعاوې؛ روسي ځواکونو ولسي خلک په ډزو وژلي


په یوکراین د روسیې یرغل
په یوکراین د روسیې یرغل

په یوکراین کې چارواکي وايي څارنوالان د روسیې د ځواکونو د یو لړ جنګي جنایاتو په اړه ادعاوې څېړي چې په ډزو د دوو بې وسلو کسانو د وژلو قضیه هم په کې شامله ده.

امريکايي رسنۍ سي ان ان یوه ویدیو خپره کړې چې په کې ښودل کېږي د روسیې ځواکونه کیف ته نژدې د موټرو د خرڅلاو یوې سېمې کې له شا څخه په دوو ولسي خلکو باندې ډزې کوي چې یو یې ځای په ځای وژل کېږي او یو بل یې وروسته ساه ورکوي. دا پېښه د مارچ په ۱۶ شوې ده.

د اوکراین څارنوالان وايي دا پېښه د یو جنګي جنایت په توګه څېړي. د فرانسې خبري اژانس وايي‌ چې د یوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر ورته په دې اړه کومه تبصره ونکړه.

په یوې بلې پېښې کې ځینو خلکو ویلي دي چې د روسیې ځواکونو د یوکراین په ختیځ کې یو کور د ټانګ په توپ وېشتی او یو شمېر خلک یې وژلي دي. دا پېښه د مارچ په ۲۷ د خارکیف د سټیپانکي په یو کلي کې شوې ده.

د خارکیف پولیسو او عیني شاهدانود فرانسې خبري‌ اژانس ته ویلي دي چې په دې پېښې کې څلور تنه وژل شوي ‌او دوه نور ژوبل دي. د دغې قضیې په اړه نور وضاحت نشته، خو څارنوالان وايي‌ د جنګي جنایاتو او قتل او قتال په اړه یې تحقیقات پیل کړي‌ دي.

عیني شاهدانو ویلي شپږ کسان په کور کې ناست وو، چای یې څښه چې د روسي ځواکونو ټانګ ور ورسېده. اولګا کارپینکو،‌ چې لور یې په دې پېښه کې وژل شوې ده، وايي: «هغوی کور ته ننوتل چې ځانونه پټ کړي خو ټانګ په نښه کړل او ډز یې پرې وکړ، څلور تنه یې ووژل او دوه نور یې ژوبل کړل. زما لور په چره لګېدلې وه او مړه شوه.»

یو بل عیني شاهد ډیني ویلي‌ دي چې د ټانګ له رسېدو سره سم دوی کور ته داخل شول چې پټ شي، خو ډز پرې وشو او «هر څه چپه شول، ما هېڅ شی هم نشو لیدلای. ما چې څومره ژر کولای شو را ووتم او د کور شاته مې منډې کړي».

دا کلی اوس د یوکراین د پوځ تر کنترول لاندې دی او وژل شوي کسان همدلته ښخ کړل شوي‌ دي.

د یوکراین څارنوالانو د دې قضیې سره تړلې د یوې وېشتل او خرابې شوې دوې پوړیزې ودانۍ تصویرونه خپاره کړي‌ دي چې ورڅېرمه یې په قبرونو باندې دړې ولاړې لیدل کېږي.

مسکو د فبرورۍ په ۲۴ په یوکراین باندې پوځي یرغل پیل کړی دی او کیف په وار وار روسیه په جنګي جنایاتو تورنه کړې ده،‌ خو روسیه دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG