د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په کندهار کې د میرویس افغان په نوم د وړو د تولید فابریکې په یو میلیون ډالر فعالیت پیل کړی و او اوس یې پانګه شپږ میلیون ډالرو ته پورته شوې ده.
دغه وزارت په یو بیان کې ویلي چې د وړو د تولید دغه فابریکه په یوه شپه او ورځ کې ۶۰ ټنه وړه تولیدوي او ۳۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو په اساس دغه فابریکه د خپل اړتیا وړ غنم له کورنیو سرچینو او بهر څخه برابروي.
د میرویس افغان د غنمو د تولید فابریکې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د کندهار په شوراندام صنعتي پارک کې فعالیت پیل کړ.
د یو بل خبر له مخې د وینځلو او د اور لګولو د موادو د تولید یوه فابریکه چې ورباندې سل زره ډالره پانګونه شوې تازه په بامیانو کې پرانیستل شوه.
دغه فابریکه چې په لومړي ځل یې په بامیانو کې په فعالیت پیل کړی د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو په اساس هره ورځ د ۴۰۰۰ لیټره موادو د تولید ظرفیت لري.
دغه وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان د اقتصادي ودې او په ځان د بسیا کېدو لپاره به افغان حکومت له خصوصي سکتور څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.