د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۲۲ کال کې د افغانستان رسنۍ


افغان ژورنالستان وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادي لا پسې محدوده شوې او د خبریالانو په وړاندې ګواښونه زیات شوي دي. ​

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، د تېر کال په اګست کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۶۰ سلنه خپلواکې رسنۍ تړل شوي او یا تر سخت سانسور لاندې دي.

د ژورنالستان د دفاع دغه اداره وايي، په افغانستان کې خبریالان د طالبانو له خوا د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د خبریالانو د مرکز ویاندې سمیه ولي زاده وویل: "په خواشنۍ سره زیات شمېر خبریالان په مختلفو بهانو نیول شوي، ځینې یې شکنجه شوي او ځینې نور یې تر اوسه د طالبانو په قید کې دي."

خبریال عبدالحق عمري وايي د افغانستان دننه رسنۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې دي. هغه وویل: "موږ وینو په افغانستان کې د بیلابیلو موضوعاتو په اړه لاریونونه ترسره کیږي، خو خبریال حق نه لري چې ددغو لاریونونو راپورونه خپاره کړي."

ددغو رسنیو کارکوونکو وايي، طالبان پرې کنټرول لري، آن تر دې چې وايي، په خپلو رسنیو کې د بحثونو دپاره میلمانه باید د طالبانو په خوښه راوبلي.

افغان خبریال اکرام عصمتي دغه محدودیتونه تجربه کړي او وايي د طالبانو له خوا تهدیدونو د افغانستان پرېښودو ته اړ کړی دی.

هغه امریکا غږ ته وویل: "ډیری خبریالان اطلاعاتو ته د لاس رسي نه درلودو ترڅنګ، له تهدیدونو سره مخ دي چې موضوعاتو باندې اجازه نه ورکول کیږي چې رپوټ ورکړي. د طالبانو له لوري ګواښل کیږي."

د ښځو پر کار باندې د طالبانو له خوا لګېدلي بندیز د افغانستان په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو څه ناڅه ونډه د هیڅ برابر کړې ده.

خبریاله خاطره احمدي چې اوس له افغانستان څخه وتلې ده، وايي: "د طالبانو د مشرانو مشکل حجاب او یا شریعت ندی. متاسفانه هغوی په ټولنه کې د ښځو له ونډې سره مشکل لري."

د بې سرحده خبریالانو سازمان وايي، په تېر کال کې په افغانستان کې ۲۱۹ چاپي، غږیزې او تصویري رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له طالبانو له واکمنۍ وړاندې په افغانستان کې ۵۴۷ رسنۍ موجودې وې، چې اوس مهال یوازې ۳۲۸ رسنۍ پاتې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېر یو کال کې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د پام وړ بدلون نه لیدل کیږي.

ددغه کمېټې د څېړنو د برخې مسول عبدالقدیم ویاړ وویل: "متاسفانه تېر یو کال کې د رسنیو،‌ او خبریالانو په مصونیتي حالت که وڅیړو، د پخوا په پرتله ډېرې هماغه شان دي، یعنی قضیو کې توپیر نه دی راغلی."

نړیوالې ټولنې د افغانستان د رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. په ملګرو ملتونو کې د ځانګړو سیاسي چارو په برخه کې د متحدو ایالتونو استازي رابرټ ووډ تېره اونۍ دملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې په افغانستان کې ډیری خپلواکې رسنۍ یا تړل شوي او یا هم تر شدید سانسور لاندې دي.

ښاغلي ووډ وویل: "کوم کسان چې جرات کوي او د ‌طالبانو په ضد غږ پورته کوي، نیول کیږي‌ او یا تر دې هم په بد وضعیت اخته کیږي."

خو د طالبانو چارواکي ‌وايي، چې په افغانستان کې رسنۍ آزادې دي او د پخوا په څیر فعالیت کوي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: "که تاسو د افغانستان تلویزیونونه او رسنۍ تعقیب کړئ، ټولې رسنۍ خپله آزادي لري او د تېر په څېر خپرونې لري."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د امریکا غږ د تلویزیون او راډیو په ګډون د یو شمېر بهرنیو رسنیو پر فعالیت محدودیت لګولی دی. له دغو محدودیتونو سره سره، امریکا غږ د بیلابیلو لارو په افغانستان کې خپلو لیدونکو او اوریدونکو ته خبرونه رسوي او د پخوا په څېر فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG