د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي‌ امنیت دوه پخواني رئیسان د دفاع او کورنیو چارو وزیران ټاکل شوي


افغان حکومت د افغانستان د ملي امنیت دوه پخواني رئیسان اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو سرپرست وزیران ټاکلي دي.

له چارو ادارې څخه په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حکم کې راغلي: "چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې او ۱۱ فقرې له‌مخې" د افغانستان د دفاع وزیر په توګه د اسدالله خالد او د کورنیو چارو د وزیر په توگه د امرالله صالح معرفي منظور ده.

ولسمشر غني د پارلماني چارو له وزارت څخه غوښتي چې دغه دواړه شخصیتونه د اساسي قانون د ۹۲ مادې او دریمې فقرې له‌مخې د رایو اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

افغان حکومت تر اوسه د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک او دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

اسدالله خالد د پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د غزني‌ او کندهار والي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر و او تر هغه وروسته په ۱۳۹۱کال کې د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.

اسدالله خالد
اسدالله خالد

د افغانستان د ملي امنیت مشر په برید کې ټپي شوی دی

ښاغلی خالد د ۱۳۹۱ کال په لېندۍ میاشت کې د کابل په تایمني سیمه کې د ملي امنیت په یوه مېلمستون کې په یوه انتحاري حمله کې ټپي شو چې وروسته یې دنده له لاسه ورکړه او پر ځای یې رحمت الله نبیل د ملي امنیت رئیس وټاکل شو.

نوموړي تر ټپي کېدو وروسته په دولت کې کومه دنده نه لرله او یوازې په روان کال کې یې د «امید سبا» په نوم یو سیاسي بهیر یې پیل کړ.

امرالله صالح هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د شااوخوا یوولسو کلونو لپاره د ملي امنیت عمومي رئیس و چې وروسته له دندې لیري شو.

امرالله صالح
امرالله صالح

ښاغلی صالح په ۱۳۹۶ کال کې د ملي‌ یووالي په حکومت کې په لوړپوړو پوځي ګمارونو کې د دولت وزیر وټاکل شو چې تر څه مودې وروسته یې استعفا وکړه.

ښاغلي صالح دا مهال د زرغون بهیر «روند سبز» په نوم د یو سیاسي بهیر مشري کوي.

افغان حکومت نوموړی د سولې د مشورتي عالي بورډ غړی هم ټاکلی و او تېره اونۍ یې له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې هم ویلي و چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو صلاحیت یوازې ولسمشر غني لري.​

اسدالله خالد او امرالله صالح دواړه د پاکستان ضد څرګندونو باندې هم مشهور دي.

د افغانستان د ملي امینت پخواني‌ عمومي رئیس رحمت الله نبیل پر خپل ټوېټر د ملي یووالي په حکومت کې دواړو ته د دندې مبارکي ویلې او لیکلي یې دي چې د دوی دواړو ټاکل به د هېواد په دې احساس وخت کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ارزښتونه نور هم زیات کړي.

په روانه میاشت کې ښاغلي نبیل هم امریکا غږ ته ویلي و چې په حکومت کې یو شمېر کسانو ورته د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو وړاندیز کړی و چې د هغه په وینا دغه وړاندیز یې ونه مانه.

ښاغلی خالد او صالح پر داسې مهال د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران ټاکل کېږي چې د ملي یووالي د حکومت پای ته رسېدو ته څلور میاشتې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG