د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني له طالبانو سره له اختر وروسته د اوربند موده وغځوله


ښاغلي غني افغان ولس ته په خپله وینا کې وویل، د افغانانو مسائل او ستونزې شریکې دي.
ښاغلي غني افغان ولس ته په خپله وینا کې وویل، د افغانانو مسائل او ستونزې شریکې دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کوچني اختر په دوییمه ورځ، چې د وسله والو طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ د اعلان شوي اوربند دوییمه ورځ ده، د اختر له څلورمې څخه د نامعلومې مودې لپاره د یو اړخیز اوربند د معیاد د غځولو اعلان کړی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، چې د شنبې په مازیګر یې د ملي تلویزیون له لارې ملت ته وینا کوله له وسله والو طالبانو هم وغوښتل، چې د اوربند موده وغځوي.

ښاغلي غني وویل "دغو دلایلو ته په کتو او د ولس قاطع غوښتنې ته د احترام په خاطر د کوچني اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکوم، د تمدید شوي اوربند جزئیات به ډېر ژر ملت سره شریک شي. له افغان وسله والو طالبانو هم غواړو چې هغوی هم خپل اوربند تمدید کړي. د اوربند په موده کې به د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو ټپیانو ته طبي مرستې او د اړتیا په وخت کې بشري مرستې ورسېږي او د طالبانو بندیانو ته به له خپلو کورنیو سره د اسانه تماس او لیدلو زمینه مساعده شي".

خو جمهور رئیس غني وویل، افغان امیتي او دفاعي ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي او د هر ډول برید لپاره به چمتوالی ولري.

پدې ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت او په دې هیواد کې میشت امریکایي ځواکونه وایي د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د جون د ١٦ د هغه اعلان ملاتړ کوي چې د طالبانو سره یې اوربند وغزاوه او دغې ډلې ته یې د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.

دوی دا هم ویلي دي چې دغه اوربند د طالبانو سره دی او په هغه کې د داعش، القاعده او د نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهگرو ډلو پر ضد د امریکا د ترهگرۍ ضد مبارزه نده شامله.

د طالب بندیانو خوشې کول

همداشان جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو سره د طالب وسله والو له خوا د اوربند د ټینګیدو په درناوي کې یې د طالبانو ۴۶ بندیان هم خوشې کړي دي.

ښاغلي غني وویل " لویې څارنوالۍ اوربند ته د احترام په خاطر او د ښه نیت د څرګندولو په خاطر پرون (غبرګولی ۲۵ مه)، ۴۶ تنه طالبان له زندانه ازاد کړل، د محبوسینو د ازادولو لړۍ به دوام وکړي، په دې شرط چې د سولې او اوربند په هکله د مقابل لورې څخه هم مثبت عکس العمل ولیدل شي".

جمهور رئیس غني په خپله دغه شاوخوا لس دقیقو وینا کې وویل، چې افغان حکومت چمتو دی، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په ګډون په ټولو اړوندو مسلو له طالبانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي غني وویل " موږ همه‌جانبه سولې او مذاکراتو ته حاضر یوو، ټول هغه مسائل او غوښتنې چې د طالبانو او افغان حکومت له خوا مطرح شوي دي، د سولې د مذاکراتو په وخت کې پرې هر اړخیز بحث ته حاضر یوو. د افغانستان حکومت د ګاونډیو هېوادونو له نقش نه نیولې د بهرنیو پوځیانو د حضور، نقش او راتلونکي سرنوشت په سر بحث ته چمتو دی".

ښاغلي غني وویل، زموږ مسائل او ستونزې شریکې دي او افغانان حاضر دي چې دا مسائل خپله په ګډه حل کړي.

جمهور رئیس غني، چې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید پر مهال یې وینا کوله، دغې پیښې ته اشاره ونه کړه او ویې ویل، چې له معمول سره سم، چې نن سهار (غبرګولی ۲۶ مه) د ټول هېواد امنیتي راپور ورغی، رپوټ ډېر لنډ و او ژر یې ولوست "ځکه په ټول هېواد کې د خدای (ج) له برکته خیر او خیریت و. له دې معلومه شوه چې اوربند نه یوازې ممکن دی بلکې عملي هم دی".

همداشان جمهور رئیس غني په خپله وینا د خپل اعلان شوي اوربند څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې څو ورځې مخکې، چې د اوربند لپاره امادګي نیوله، اکثرو شک درلود، او فکر یې کاوه ،چې اول به طالبان دا ونه مني، بل به دا څنګه عملي کېږي؟.

ښاغلي غني وویل "خو له اوربند سره دا شکونه او ابهامات ختم شول او همدارنګه له اوربند سره د ډېرو سیاسیونو او تحلیلګرانو فرضیې غلطې ثابتې شوې".

جمهور رئیس غني وویل، د افغانانو دغه ابتکار ثابته کړه چې استثنايي خلک دي او ډېر هغه کارونه چې په نوره نړۍ کې ناممکن دي دلته واقع کېدای شي.

ګډ لمونځونه

جمهور رئیس غني په خپله وینا کې وویل، د سولې په اړه په ملي کچه اجماع موجوده ده.

ښاغلي غني وویل "د دغې اجماع ښه نمونه د اختر لمانځه په وخت جوماتونو او عیدګاه ګانو کې د طالبانو او حکومتي افرادو په ګډه لمونځ ادا کول دي. دواړو طرفونو د معمول خلاف د سولې او خوشالۍ ترانې زمزمه کړې، چې دا خبره د دغې اجماع په رښتینولۍ او صداقت دلالت کوي".

هغه وویل، په لوګر، کندهار، فاریاب، کندز، زابل، میدان ښار، ننګرهار، لغمان او په ټول هېواد کې د اختر په خطبو کې فضا کاملاً بدله وه، ټولو دیني علماوو د اسلام له نظره د سولې په ارزښت، اهمیت او ضرورت ویناوې کړي دي.

جمهور رئیس غني په خپله وینا کې د افغانستان د دیني عالمانو څخه هم د اوربند څخه د ملاتړ له امله مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG