د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي رهبر پاپ فرانسېس د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر ۹مه (وږي ۱۹مه) ویلي چې هېڅوک باید له کروناویروس نه اقتصادي او یا سیاسي ګټه وانخلي او د واکسین جوړونکي دې باید دا کار یواځې د عاید د لاسته راوړلو لپاره ونکړي.
د کروناوېروس له خپرېدو وروسته، دا دویم ځل دی چې پاپ فرانسېس په حضوري ډول خپلو پلویانو ته وینا کوي. هغه وویل چې د کرونا وبا له کبله باید د خلکو عمومي ګټو ته پام وشي.
پاپ د ځېنو کسانو لخوا د شخصي ګټو مسلې ته اشاره وکړه ویې ویل چې یو شمېر کسان د خپل ځان په ګټه د "واکسین د تولید" په شمول پر ځېنو حل لارو فکر کوي.
پاپ فرانسېس د کوم کس نوم وانخېست خو زیاته یې کړه چې "ځېنې کسان اختلافاتو ته په لمن وهلو، د سیاسي او اقتصادي ګټو او یا د کړکېچ د پیل کولو یا زیاتولو لپاره له شرایطو څخه استفاده کوي."
د پاپ فرانسېس څرګندونې په داسې حال کې خپرېږي چې کروناوېروس او ددغه وېروس پر ضد د واکسین جوړول، د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو د نوماندانو، ډونالډ ټرمپ او جو بایډن ترمنځ په یو مهم بحث بدل شوي دي.
پاپ فرانسېس خپلو پلویانو ته ویلي چې "اغلباً سیاست ښه شهرت نه لري اما د تاریخ په اوږدو یو شمېر سیاستوال ډېر سپېڅلي تېر شوي دي." پاپ ددغو څرګندونو په دوام، د کوم چا نوم وانخېست.