د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار میوند۳۶ زره ماشومان د پېچکارۍ له لارې واکسین شوي


د افغانستان د جنوبي حوزې روغتیايي چارواکي وايي، د کندهار په لوېدیځ میوند ولسوالۍ کې يې زر ګونو ماشومانو ته د پېچکارۍ له لارې د پولیو واکسین کمپاین پيل کړی دی.

میوند د هلمند او ارزګان ولایتونو له هغو ولسوالیو سره په سرحد کې نږدې پرته ده چې د پوليو مثبتي پېښې پکې رامنځته شوي دي.

روغتیايي چارواکې وايي، چې تېر ميلادي کال په میوند ولسوالۍ کې هم د پوليو يوه مثبته پېښه رامنځه شوې وه.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالشکور نصرت امریکا غږ آشنا راډیو ته وويل، چې په میوند ولسوالۍ کې نږدې ۳۸ زره تر پنځو کالو ښکته ماشومان هدف ټاکل شوي چې له ۳۶ زرو زیاتو ماشومانو ته يې د پېچکارۍ له لارې واکسین تطبیق شوی او لا هم دوام لري.

هغه زیاته کړه، چې دا ولسوالۍ له نږدې یو کال راهیسې د پولیو ضد واکسین له پوښښ څخه پاتې شوې وه.

هغه وویل"د میوند ولسوالۍ څخه، ارزګان او هلمند ولایتونو ګڼي فرعي لاري تيره شوي او د پوليو په ویروس د ککړو سیمو اوسیدونکې پرې تګ راتګ لري، تېرکال په دې ولسوالۍ کې د پوليو مثبته پېښه هم ثبت شوې، زموږ کمپاین ته ۳۶۶۳۵ ماشومان هدف وو چې تر تر سره شوی، خو د څاڅکو واکسین په پاتې سیمو کې دوام لري چې ممکن تر راتلونکو ۲ ورځو بشپړه شي ".

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونسیف د واکسین د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل، چې د پوليو په ويروس ککړي سیمي د ډيري اندېښنې وړدي او باید چې اوسیدونکې يې د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره له دې فرصیت څخه ګټه واخلي.

ده وویل" کورنۍ باید دې ته متوجه وه اوسي چې د پوليو یوه پېښه په سیمه کې د دوی ماشومانو ته هم خطر پېښه وي په روان کمپاین کې باید چې کورنی زیاته هڅه وکړي تر څو ماشومان يې بې واکسینه پاته نشي دا د دوی لپاره یو ښه چانس دی چې په لاس ورغلی".

تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ۱۵ پېښې په کندهار، هلمند او ارزګان ثبت شوې وې.

روغتیایي کارکونکي وایي، چې په روان میلادي کال کې به پوره هڅه وکړي چې د پولیو ضد واکسین د هدف وړ ټولو ماشومانو ته په سمه توګه و رسوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG