په ګوزن اخته دا افغان ځوان وایي چې د معلولیت سره سره ېې خپل همت له لاسه ندی ورکړی او د نورو معلولینو په فزیکي بیارغونه بوخت دی.
دیرش کلن ذبیحالله چې په ماشومتوب کې د پولیو ناروغۍ له امله معلول شوی، موږ ته د خپل ترخه ژوند کیسه کوي او وایي: ”زما د مور او پلار په وینا، زه په دوه کلنۍ کې کله چې موږ پاکستان کې مهاجر وو د پولیو په ناروغۍ او معلولیت اخته شوی یم.“
ذبیحالله د مهاجرت په سختو شپو ورځو کې د پولیو واکسین ته د نه لاسرسي له امله په دغې معلولوونکی ناروغۍ اخته شوی.
ذبیحالله زیاته کړه: ”کورنۍ مې په دې نه وه توانیدلې چې واکسین راته وکړي، خو د تشخیص او درملنې په موخه ېې په بیلابیلو روغتونونو او ډاکټرانو ګرځولی یم، اما له بده مرغه چې قطعي درملنه مې په برخه نه وه.“
د نوموړي په وینا، په لومړي سر کې ېې یو لاس هم ګوزڼ وهلی وو چې له فزیکي درملنې (فزیوتراپي) او ځانګړو تمریناتو وروسته روغ شو، خو په خواشینۍ سره چې پښه ېې روغه نشوه او معلولیت ېې د ژوند دایمي ملګری شو.
ذبیحالله زیاته کړه، معلولیت له کړاوونو او ترخو شیبو ډک ژوند دی او معلولیت لرونکي اشخاص د نورو کسانو په څېر ډیرې هیلې او آرمانونه لري، خو په آسانۍ سره نشي کولای خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بوځي او یا د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي.
ذبیحالله اوس مهال د سویډن د کمېټې په مرسته جوړ شوي روغتون کې چې د معلولیت لرونکو اشخاصو د فزیکي بیارغونې چارې پر مخ وړي، په روزنیزو پروګرامونو بوخت دی.
نوموړی وایي چې خپل همت یی له لاسه ندی ورکړی او د نورو معلولینو په فزیکي بیارغونه بوخت دی، خو له دې کبله چې نشي کولای د روغو انسانانو په شان کار وکړي، خورا زیات خواشینی دی.
نوموړی له خلکو غواړي چې له معلولیت لرونکو اشخاصو سره انساني چلند وکړي او باید پر دوی مهربانه اوسي، ځکه دوی هم د ټولنې د نورو وګړو په شان د ژوند کولو او درناوي حق لري.