د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي کارکوونکي: په پولیو اخته کسان د نورو په څېر د درناوي او کار کولو حق لري


آرشیف
آرشیف

معلولیت ناتواني نده او معلولیت لرونکي کسان د ټولنې د نورو وګړو په څېر د درناوي او کار کولو حق لري.

د ننګرهار ولایت په ختیځ کامپلیکس روغتون کې چې د افغانستان لپاره د سویډڼ د کمیټې په مرسته جوړ شوی، هره میاشت د نږدې ۵۰۰ تنو معلولیت لرونکو کسانو درملنه او بیارغونه کیږي، چې پدې ډله کې تر ۲۵ زیات کسان د پولیو له امله معلول شوي.

په یاد روغتون کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره روغتیايي آسانتیاوې، بیارغونه، حرفوي زده‌کړې او د کاري فرصتونو د برابرولو خدمدتونه ترسره کیږي.

په دغه روغتون کې د نورو کارکوونکو تر څنګ، ګڼ شمېر معلولیت لرونکي کسان هم د بیارغونې په چارو بوخت دي، چې یوه ېې میرمن زرتاب نومیږي او د فزیکي درملنې (فزیوتراپي) په څانګه کې کار کوي.

اغلې زرتاب، په ماشومتوب کی په پولیو او معلولیت اخته شوې او وروسته له هغه چی په یاد روغتون کې ېې بیارغونه وشوه، سمدلاسه ېې همالته په کار پیل وکړ.

اغلې زرتاب، امریکا غږ ته وویل: ”مور او پلار مې کیسه کوي چې په ماشومتوب کې مې وروسته له یوې شدیدې تبې نور ونشو کولای خپله پښه پر ځمکه کیږدم، ځکه د ډاکټرانو په وینا په پولیو اخته شوې وم. “

نوموړې زیاته کړه: ”زموږ کورنۍ زما د درملنې لپاره ډیرې هڅې کړي، خو له بده مرغه چې پولیو یوه ناعالاجه ناروغي ده او له امله ېې د معلولیت دروند پیټی زما پر اوږو بار شو.“

اغلې زرتاب وایي، ځکه د پولیو په معلولونکې ناروغۍ اخته شوې چې د واکسین له څاڅکو محرومه شوې.

د نوموړې په وینا، هغه وخت واکسیناتوران د دوی سیمو ته نه ورتلل او یواځې په ښار کې ېې ماشومانو ته واکسین ورکوه.

اغلې زرتاب، چې اوس د څو ماشومانو مور ده، د نورو معلولیت لرونکو کسانو په شان له دې کبله خواشینې ده چې لا هم په ټولنه کې د ځینو کسانو له لوري دوی ته درناوی نکیږي او آن په ناوړه الفاظو یادیږي.

نوموړې وایي: ”کله مې چې د پښې قالب نه درلود او ښوونځي ته تلم، نو له زیاتو ستونزو سره مخ وم، په ځانګړي ډول کله به چې د خلکو له لوري په یوه یا بل نامه یادیدم“.

میرمن زرتاب، له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي، تر څو له پولیو او تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

همدا راز، نوموړې پر خلکو غږ کوي چې معلولیت لرونکو کسانو ته په درنه سترګه وګوري او هیڅکله هغوی په ناوړه الفاظو یاد نکړي.

اغلې زرتاب، خپلې خبرې په دې پیغام سره پای ته ورسولې چې معلولیت لرونکي کسان د کار کولو حق او وړتیا لري او باید هیڅکله ېې معلولیت د کار کولو پر وړاندې خنډ نشي.

معلولیت یواځې د زرتاب د ستړي ژوند کیسه نده، بلکه د لسګونه هغو ځوانانو او پیغلو دردونکی داستان دی چې د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي.

XS
SM
MD
LG