د لاس رسي وړ اتصالات

د رضاکارانو د شمېر د کموالي له امله د پوليو ضد مبارزه ټکنۍ شوې


په میدان وردګ ولایت کې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور
په میدان وردګ ولایت کې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام همکار بنسټونه وایي چې د کور په کور کمپاینونو بهیر له ځنډیدو سره، ګڼ شمېر رضاکارانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د پوليو په وړاندې مبارزه ټکنۍ شوې.

د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام همکار بنسټونه وایي چې د رضاکارانو د شمېر کموالي د پوليو پر وړاندې مبارزه له خنډ سره مخ کړې او له امله ېې زیات شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي.

که څه هم د دغو رضاکارانو دقیق شمېر معلوم ندی، خو روغتیایي مسؤولین وایي چې دوه پر درېیمه برخه رضاکارانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف ادارې د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤول سید کمال شاه امریکا غږ ته وويل: "کور په کور کمپاین کې معمولاً د رضاکارانو شمېر زیات وي، حال دا چې جومات په جومات کمپاین کې د رضاکارانو شمېر دوه پر درېیمه برخه کمیږي."

نوموړي زیاته کړه، کله چې د رضاکارانو په شمېر کې کموالی راشي، خامخا په کمپاینونو باندې ناوړه اغیزه کوي او ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي.

بل لوري ته، د کندهار د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤولین هم دا مني چې د پولیو واکسین د رضاکارانو په شمېر کې کموالی راغلی.

په کندهار کې د کتلوي معافیت د پروګرام روزونکی اسرار احمد وایي چې د رضاکارانو په شمېر کې ځکه کموالی راغلی چې د کور په کور کمپاین په ځای اوس جومات په جومات کمپاین کیږي.

په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیو پخوانی رضاکار نذیر احمد وایي چې په دې ولسوالۍ کې د پولیو د رضاکارانو شمېر له ۴۰۰ تنو څخه ۵۰ تنو ته راټیټ شوی چې له امله یې له یو لوري په رضاکارانو کاري فشار زیات شوی او له بل لوري ټاکل شوی هدف نه ترلاسه کیږي.

ښاغلي نذیر احمد امریکا غږ ته وویل: "د کمپاینونو د ځنډیدو له امله هغه ناروغۍ چې د واکسین په وسیله ېې مخنیوی کیږي، لکه شری او ګوزڼ، اوس په ماشومانو کې زیاتې تر سترګو کیږي."

سره له دې چې روغتیا پالان د پوليو پر وړاندې د اغیزناکې مبارزې لپاره د کور په کور کمپاینونو د بیا پيل غوښتنه کوي، خو لا هم دغه کمپاینونه ندي پيل شوي.

د روغتیا پالانو په وینا په سویلي ولایتونو کې د نورو ولایتونو په پرتله د پوليو ویروس د ګواښ د لوړوالي له امله د کور په کور کمپاین اړتیا زیاته لیدل کیږي.‌

XS
SM
MD
LG